روغتیانړۍ

پاکستان افغانستان سره د کووید-۱۹ اړوند توکو ۷ کانتینره مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان حکومت د کووید-۱۹ ناروغۍ اړوند په ۷ کانتینرو سمبال توکي او ګڼ شمېر وسایط د کرونا وبا مخنیوي لپاره د سه شنبې په ورځ افغانستان ته وسپارل.

د سپارلو مراسم چې په تورخم کې ترسره شوي د افغانستان او پاکستان د روغتیا ګډو چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

په مرسته شوي توکو او وسایطو کې د کرونا ناروغۍ اړوند درملونه، د اکسیجن ډبې، وینټیلیټرونه او داسې نور لوازم شامل دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډ سوداګریز تړون ته وسپارل شول.

افغان روغتیایي چارواکو په دې تړاو ناستې غونډې ته وویل، افغانستان کې د ویروس «دلتا» بڼه خپره شوې چې د نورو په پرتله ۶۰ سلنه چټکه خپریږي، په دې تړاو اوسمهال افغانان اکسیجن او نورو تجهیزاتو ته ډيره اړتیا لري.

د پاکستان د ګمرکونو عمومي مشر اصف محمود چې د ناستې په مراسمو کې ځانګړی میلمه و وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تړون د کرونا وبا له کبله ډیر زیان لیدلی، خو څرنګه چې وضعیت نورمال شي د دواړو لوریو په همکارۍ سره به د سوداګرۍ فعالیتونه وده ومومي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې تېره ورځ ۱۵۵۶ د کووید-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳۲ بېرته روغ شوي دي.

په ورته وخت کې پاکستان کې ۱۵۱۷ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۷ ناروغان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خپلو پنجابیانو سره دی مرسته وکړی هغوی ټول تیره ورځ سړکونو ته راوتی وو چی ولی مونږه ته واکسین نه مهیا کیږی. تیر له مرستو څخه یی دا جګړه ماران دی ورونیسی. ټولی مدرسی یی تړی چڼی یی پس له لسو ورځو ترننګ څخه دلته د جنګ لپاره رالیږلی. ##دی پر دوی شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx