ډیره بګټي: چاودني ۱۰ عسکر ژوبل کړه

(نن ټکی اسیا سپتمبر۲۰۱۱/۲۷) بلوچستان: تیره ورځ ناوخته ډیره بګټي  کي دپاکستاني عسکرومرکزته څیرمه چاودنه رامنځ شوه چی امله یی لس عسکر ژوبل شوی دي، یوه امنيتي چارواکی ویلي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چی عسکرو له مرکز څخه کوم بل لوري ته دوسلو په لیږدلو بوخت وو. 

بم خنثي کونکی ډله وایی دچاودني له ځایه ورته نورچاودیدونکی مواد هم په لاس ورغلي دي.

امنیتی چارواکي وایی ژوبل کسان روغتون ته رسول شوی اوله اولنیو بیړنیو مرستو څخه وروسته بیرته خارج کړل شوی دي.

له بله لوري بیا په بلوچستان کی دبلوچ ازادي غوښتونکی وسلوالي ډلي ویاند سرباز بلوچ له رسنیو سره دخبروپرمهال ویلی چی چاودنه ددوي وسلوالو ملګرو ترسره کړی ده، اودچاودني له کبله ۲۰ عسکروژل شوی دي اوزیات شمیر ژوبل شوی دي، خوبه سیمه کی عسکري سرچینو دسربازخبري ردکړی دي.

دیادول وړده چی تیره ورځ به ډیره بګټي کی دلوټي په نامه سره دګازو دتصفیی ومرکزته غزیدلي نل لیکه هم دنامالومو وسلوالو له لوري تخریب شوی وه چي له کبله یی دګازو له څاګاناڅخه دتصفیی مرکزته دګازو دلیږد پروسه به ټپه دریدلي وه.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د