ورزش

د کوپا امریکا جام پایلوبه کې میسي او نیمار مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کوپا امریکا جام پایلوبه چې د جون میاشتې په ۹مه نېټه ترسره کیږي د میسي او نیمار لوبډلې مخامخ کیږي.

میسي او نیمار چې تر ۴ کلونو زیات یوځای په برسلونا لوبډله کې لوبېدلي، اوس به د کوپا امریکا جام په پایلوبه کې یوه بل سره ټکر وهي.

د میسي لوبډلې ارجنټاین د کوپا امریکا په دوهمه نیمه پایلوبه کې کولمبیا لوبډلې ته په پینالتي شاټونو کې په ۳-۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.

دغه لوبه چې نن سهار په برازیل کې ترسره شوه، په ۷مه دقیقه کې د میسي په مرسته لوتارو مارتینز د ارجنټاین له لوري ګول وواهه، د لوبې په ۶۱مه دقیقه کې د کولمبیا له لوري لویس دیاز ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، د ۹۰ دقیقو له پای وروسته تر ۳۰ اضافي دقیقو هم ګټونکی ونه موندل شو چې بالاخره ارجنټاین په پینالتي شاټونو کې کولمبیا ته ماتې ورکړه.

دا لومړی وار نه دی چې میسي او نیمار له یوه بل سره په ټکې کې کیږي، په تېر کوپا امریکا جام نیمه پایلوبه کې هم د برازیل پر وړاندې ارجنټاین لوبډله مخامخ شوې وه چې ماتې یې منلې وه، برازیل اوسمهال د یاد جام دفاعي اتله لوبډله ده.

د یادونې وړ ده چې برازیل لوبډلې تېره ورځ په نیمه پایلوبه کې پیرو لوبډلې ته په ۱-۰ ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x