افغانستان

سپنتا: د ټاکنو کړکیچ په ټاکنو باور له منځه یووړ

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳): د ولسمشر امنیتي سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي د ټاکنو اړوند کړکیچ په ټاکنو د افغانانو باور بشپړ له منځه یووړ.
نوموړي پورته خبره له بې بې سې سره په خبرو کې کړې ده.

سپنتا وايي چې ټاکنیز کړکیچ خلک په دې باور کړل چې ټاکنې مشروع نه وي.  د نوموړي په قول د دې لپاره چې د نامشروع ټاکنو مشروعیت پیدا کړی وای د دواړو نوماندانو ترمنځ جوړجاړی ښه لاره وه.

نوموړي وویل د دې لپاره چې دې جوړ جاړي ته لاره جوړه شي باید قانون تبديل شي، او د قانون تبديلي باید د قانون په رڼا کې وشي.
د نوموړي په وینا د حکومت پارلماني کېدو، یا هم د فرانسې یا روسيې په څېر جوړېدو اړوند به په راتلونکې کې خبرې وشي.

سپنتا وايي چې که هر نوماند ډېرې رايې ګټلې وي هغه به ولمشر او دویم به په لوړه څوکۍ وګمارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیز جوړجاړي اړوند عام ولس ښه انګېرنه نه لري او دا دواړو نوماندانو له خوا له ورکړل شویو رایو سره جفا بولي.

د دواړو نوماندانو ترمنځ وروسته له هغې جوړ جاړی وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کېرې يې منځګړیتوب وکړ.
ویل کېږي چې د دواړو نوماندانو له خوا په ایتلافي حکومت چې دوی يې د ملي وحدت حکومت بولي د دواړو نو ماندانو د کمپاینرانو سختې نيوکې کړې دي.

یاده دې وي چې د ټاکنو تر پیل وړاندې طالبانو ویلي و، چې ټاکنې انتصابي دي او د افغانانو د تېرایستنې ډرامه يې ګڼلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x