
جنرال بسم الله محمدي: له سخت جنګي او امنيتي وضعيت سره مخ يو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال بسم الله خان محمدي وايي، دوی له سخت امنيتي او جنګي وضعيت سره مخ دي.
د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي نن په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال د جنرال بسم الله خان له قوله وويل، چې په ټول هېواد کې روانه جګړه او د طالبانو بریدونه د درک وړ دي او دوی له سخت امنيتي او جنګي وضعيت سره مخ دي.
د دفاع وزارت وياند د رسنيو له لارې خلکو ته ډاډ ورکړی، چې ملي اردو، پوليس، ملي امنيت او ولسي پاڅونونه په ګډه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د منظم کېدو په درشل کې دي او په وينا يې په هر حالت کې به خپل مسؤوليت ته دوام ورکړي.
جنرال بسم الله خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو دوو مياشتو په لږه موده کې طالبانو له ۱۵۰ زياتې ولسوالۍ او لسګونه پوځي قرارګاوې نيولي او زرګونه پوځيان او پولیس هم ورته تسليم شوي دي.
حکومت پر طالبانو تور پورې کوي، چې په ټول هېواد کې يې جګړو ته زور ورکړی، خو طالبان بیا د حکومت ادعا ردوي او وايي، چې ډېری ولسوالۍ او پوځي مرکزونه ورته د قومي مخورو او مشرانو په منځګړيتوب له جګړې او مرګ ژوبلې پرته تسليم شوي دي.
همدا نن طالبان د بادغیس د ټولو ولسواليو له نيولو وروسته د ولایت مرکز قلعه نو ته داخل شوي او د ښار په منځ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.
د بادغيس والي حسام الدين شمس او نور چارواکي د پوځ لېوا ته تللي او ويل کيږي، چې له هغه ځايه د جګړې رهبري کوي.
نوم دى بسم الله او تخلص هم محمدى کوى. قربان تر خپل تخلص او نامه شى. په دى دواړه ته نه ارزي. تير ځل خو دى د وزارت دفاع د شينګياه د ښه ساتنى( پيسه پقيل) په نامه 150 ميليونه ډالره او د وزارت په خريدارى کى خورد او بورد کړى. دا ځل په کم نامه غواړى خپل بانکى حسابونه چاغ کړى. نو په دى بسم الله جان جوړه شوى قصه را ياد سول. هغه د د ه د غور او پوش په وخت کى يو بيچاره پنجشيرى ورور ور ته راغلى او در خواست يى ورته وکړى که آمير… نور لوستل »