
ولاړ شئ تاسو ټول ازاد یاست!!!
مولوي صدیق الله مشال
دا جمله چې (ولاړ شئ تاسو ټول ازاد یاست!) یوه داسې جمله ده چې تر څو دنیا وي د همدې جملې د احسان به د دنیا کفار پوروړي وي.
تاسو پوهیږئ دا جمله چا ویلې او اوس یې څوک عملي کوي؟
دا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خولې مبارکه جمله ده.
کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مکې کفارو ته د امن پیغام راوړ، دوی یې د یو الله تعالی بندګي او د قران کریم لارښوونو ته دعوت کړل؛ د دې پر ځای چې مکې وال یې برحقې داعیې ته لبیک ووایي، له ده سره یې عداوت پیل کړ؛ آن چې د نبي کریم صلی الله تعالْی علیه وسلم د دعوت ملګري، د الله تعالْی مخلص بندګان یې په رنګا رنګ تعذیبونو وکړول، زندانیان او شهیدان یې کړل؛ بالاخره رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې مکه مکرمه پرېښوده او مدینې منورې ته مهاجر شول، خپلې برحقې داعیې ته یې دوام ورکړ، له ډېرو کړاوونو وروسته يې د مکې مکرمې ښار فتحه کړ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې مکرمې ته فاتح ننووت، مکې والو ته یې د خپل مدبرانه سیاست او نبوي ترحم له کبله فرصت ورکړ چې خپل ژوند وژغوري؛ نو یې اعلان وکړ:
“څوک چې د ابوسفیان کور ته داخل شي هغه په امن دی، چا چې د خپل کور دروازه په ځان پسې وتړله (جګړې ته یې شاکړه ) هغه په امن دی، څوک چې حرم نه ننوت هغه په امن دی”
کله چې د مکې ښار د اسلام غازیانو ته په لاس ورغی، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حرم شریف ته راغی، په سلګونو مهاجر او انصار ورسره وو، په حرم کې پراته (۳۶۰) بتان یې یو په بل پسې په داسې حال کې پر ځمکه را وغورځول چې دا ایاتونه یې پر ژبه مبارکه جاري وو:” {جَاءَالْحَقُّوَزَهَقَالْبَاطِلُإِنَّالْبَاطِلَكَانَزَهُوقًا} [الإسراء: 81]. {جَاءَالْحَقُّوَمَايُبْدِئُالْبَاطِلُوَمَايُعِيدُ} [سبأ: 49].
ورپسې کعبې ته ننوت په ځان پسې یې دروازه وتړله، هلته یې پراته بتان مات کړل، په کعبه کې دننه وګرځېد، په هر کونج کې یې تکبیرونه او تهلیلونه وویل، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ، وروسته يې دروازه پرانسته، که ګوري مسجد له جګړه مارو قریشو ډک دي، صفونه صفونه خلک ناست دي او د دې انتظار باسي چې اوس به یې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم اعلان کوي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کعبې په وره کې ودرېد، دروازې څنګ لرګي یې ونیول، په مسجد کې ناستو خلکو ته یې په ځیر، ځیر وکتل، په ناستو خلکو کې هغه خلک وو چې حضرت یاسر یې شهید کړی و، هغه و چې خبیب یې په دار کړی و، هغه و چې بلال ته یې تر تعبیر لوړ تعذیبونه ورکړي وو؛ لنډه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې هر ډول مجرمین ناست وو.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم وینا پیل کړه او ویې ویل:
“له یو الله پرته نور څوک د عبادت لائقان تشته، الله تعالْی خپله وعده پوره کړه، د خپل بنده مدد یې وکړ، ډلې ټپلې یې تنها ماتې کړې…. او په پای کې یې وویل:
” ای قریشو! تاسو اوس زما په اړه څه فکر کوئ چې زه به له تاسو سره څه وکړم ؟
هغوی وویل:”موږ د خیر هیله درڅخه لرو، ته زموږ بهترین ورور او د بهترین ورور زوی یې”.
نبي کریم صلی الله تعالْی علیه وسلم ورته وویل:
“زه لکه حضرت یوسف علیه السلام داسې درته وایم، پر تاسو نن هيڅ ملامتیا نشته، ولاړ شئ! تاسو ټول ازاد یاست.
په روانو فتوحاتو کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تاریخي عفوه د اسلامي امارت مجاهدینو هم ټکي په ټکي علمي کړه، د امت د فساد په دور کې یې دا ستر سنت ژوندی کړ، خپل هغه دښمنان یې وبخښل چې دوی یې له کوره بې کوره کړي وو، پر امریکایانو یې پلورلي وو، ګوانتنامو باګرام او نورو زندانونو ته یې اچولي وو، په سپيو یې داړلي وو، د شهیدانو جسدونه یې په تبرونو ورته وهلي وو، په ټانګانو پسې یې کش کړي وو او اورونه یې ور اچولي وو….. خو د اسلامي امارت مجاهدینو د خپل بې کچې زړه سوي، مدبرانه سیاست او بې پایانه عفوې له مخې په روانو فتوحاتو کې د خپلو دښمنانو سره داسې چلند ترسره کړ چې تاریخ به یې هیر نه کړي، د دوی ټول جرائم یې (تېر په هېر) ورسره فیصله کړل، په داسې وخت کې یې دوی په غيږ کې ونیول چې د هر ډول انتقام اخستلو وس ورسره و، آن له ځینو دښمنانو سره یې دومره ښه وکړل چې هغوی یا د وېرې یا شرم له کبله د تسلیمۍ پر مهال ژړل، د امارت خواخوږو مجاهدینو ځان دومره ورخپل کړ چې ورسره ویې ژړل، په سینه پورې یې ونیول، پر سرونو يې ښکل کړل او ډاډګيرنه یې ورکړه. د دې صحنو د لیدلو ټول جهان شاهد دی.
اسلامي امارت چې د اسلام دعوه لري او اسلامي نظام غواړي په عمل کې یې هم دا ثابته کړې چې د څه دعوه لري هغه کوي هم؛ خو د کابل اجیره اداره او د دوی باداران مطلق درندګان دي، نه اسماني اصولو ته ژمن دي او نه خپل خود ساخته قوانینو ته؛ آیا د دوی د دیموکراسۍ قوانین دوی ته اجازه ورکوي چې انسانان په سپو وداړي؟
د بشر قوانین اجازه ورکوي چې د شهیدانو جسدونه وسوځوي په موټرانو او ټانګانو پسې یې پر سړکونو کش کړي؟
د بین الملل قوانین اجازه ورکوي چې قران کریم دې په مرداریو کې واچول شي، طیبه کلمه دي پر سپي ولیکل شي؟
د دوی ټول کړه وړه او فجائع یادولی نشم؛ که په لنډه توګه ووایو: د طالب د بري راز په دې کې دی چې طالب هم انسان او هم مسلمان دی او د کابل اجیره اداره او باداران یې نه تنها دا چې مسلمانان نه دي؛ بلکې انسانان هم نه دي ځکه د انسانانو قوانینو ته هم ژمن نه دي پاتې شوي.
پايله:
ګرانه مجاهده!
که د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر قدمونو داسې روان وې نو بری به دې هم داسي ګام پر ګام د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډول وي، د دنیا مادي ځواک دې د اهدافو په مخ کې خنډ کېدلی نشي، ته باید تنها له ځان سره پام وکړې ترڅو دې له نبوي نهج څخه نفس، جني یا انسي شیطانان پر بله نه کړي ، نور ډاډه اوسه، لکه څرنګه چې دې اوس له غلیمه میدان وړی نور به هم داسې بریمن یې او سوبه به ستا وي ان شاء الله تعالْی!