افغانستان

د ایران په منځګړیتوب د طالبانو او افغان سیاستوالو ناسته ترسره شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په هېواد کې د جګړې تاوده موسم په سیوري کې نن د ګاونډي هېواد ایران په منځګړیتوب په تهران کې د طالبانو او افغان سیاستوالو خپلمنځي ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خبرو پیل شوه، چې د طالب د پلاوي مشري د شیرمحمد عباس ستانکزي او د کابل نه تللي پلاوي مشري د ولسمشر پخواني مرستیال او د سولې عالي شورا غړي محمدیونس قانوني په غاړه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه مهال وویل: «مونږ په دې ویاړو چې د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې د خپلو قدرمنو افغان ورونو او خویندو په جهاد کې د هغوی ترڅنګ ولاړ وو.»

نوموړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې افغان مشرانو ته پکار ده د خپل هېواد د راتلونکي لپاره سختې پرېکړې وکړي.

د ایران د دولتي خبري آژانس(ایرنا) د خبر له مخې ښاغلي ظریف دغه راز په افغانستان کې د روانې شخړې د سوله ییز حل په برخه کې له خپله اړخه افغانانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جواد ظریف په افغانستان کې د روانې شخړې پایلې «ناخوښې» بللي او غوښتنه یې کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو میز ته په راګرځېدو سره باید د سیاسي ګوندونو او جریاناتو سپارښتنو ته په پام کې نیولو سره یوه سوله ییزه حل لاره غوره کړل شي.

په نننۍ ناسته کې د شیرمحمد عباس ستانکزي ترڅنګ د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي قاري دین محمد حنیف او ملا خیرالله خیرخواه هم حاضر وو او د کابل نه تللي پلاوي په ترکیب کې د ملي پخلاینې عالي شورا غړی محمدیونس قانوني، د سولې په چارو کې د اشرف غني نماینده عبدالسلام رحیمي، د حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او ارشاد احمدي، د جنبش ګوند استازی محمدالله بتاش، د حزب وحدت ګوند استازی ظاهر وحدت او یو شمېر نور کسان شامل وو.

 د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم هم تهران ته د لوړ پوړي طالب پلاوی د سفر خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې نن ورځ به هلته له یو شمېر افغان شخصیتونو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې ترسره کړي.

د ایران په منځګړیتوب د طالبانو او افغان سیاستوالو دغه ناسته په داسې مهال ترسره کیږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په لروبر کې چټک پوځي پرمختګونه کړي او له ۱۵۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یې په خپل کنترول کې راوستلي دي.

په ایران کې له افغان سیاستوالو سره د خبرو ترڅنګ طالبانو نن د چهارشنبې په ورځ په یوناڅاپي برید کې د بادغیس ولایت مرکزي زندان، امنیه قومنداني، د ملي امنیت مدیریت او ګڼې دولتي ودانۍ ونیولې او له ۳۰۰ څخه زیات بندیان یې خوشې کړل.

د چارو څارونکي وايي، له پوځي پرمختګونو سره د طالبانو د دیپلوماسي تحرک څخه څرګندیږي چې طالبان غواړي په سیاسي او پوځي دواړو ډګرونو کې ابتکار په خپل لاس کې واخلي او د کابل حکومت تر سخت فشار لاندې راولي، ترڅو د سولې بهیر په وړاندې د خنډونو ایجادولو څخه رامنع شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لدی شر او فساد قانونه څخه خو بیا هماغه غنی بهتره ده چی خبری ورسره وشی. ډیر د شرم ځای دی هلته چی زمونږه په میلونونو مهاجر پراته دی مشران مو هم هلته ورځی او هغوی یی پخلا کوی بیا دوی بیرته راځی بیا جنګونه شروع کوی ټوله دنیا وال ژوند کوی مزی کوی مونږه هر ورڅ مړی خښوو د خټو کورنو کی ژوند کوو لږ شرم وکړی د الله په خاطر سړی شی نور بس کړی.

عبدالرقیب

له دې تر مخه چي ایران ته په خپل هیواد کي د مداخلې اجازه ورکوو، باید ورسره خپله مشترکه پوله یو وار متر کړو. هر څومره کي زیاته شریکه پوله ورسره لرو، هغومره باید لږ په خپلو داخلي چارو کي د مداخلې اجازه ورکړو. خیر د دواړو خواوو څخه هغه شرمیدلي کسان ورغلي دي، دومره ستونزه نسته. انشاء الله دا به یوه سمبولیکه ناسته وي او افغانستان ته به ډیره ضررناکه نسي ثابته

عبدالباسط عباسي

ټول مشکلات د اشرف غني د ادارې له لاسه پېښیږي او پېښ شوي دي او ټول خنډونه همدا اداره د سولي او اسلامي نظام د راتګ پر وړاندي جوړه وي

طاهر ثابت

یومسلمان باید دنبی ص سیرت ووایی او دهغه په رڼا کی دافغانستان اوسنی چاری تحلیل کړی.
مهمه داده چه سوله وسی. که دغنو سره نوی نو له بله سره هم ښه ده ترڅو دجنګ منفی اثر کم سی.
دایران دښمنی په ځای، خو باید له هغه سره په مشترکاتو کی تفاهم وسی. سوله نن دښمنی بیا سبا هم پالل کیږی چه ضرورت سی. دسولی په خاطر افغانستان محتاجه دی او دګاونډیانو ترچړی لاندی. احساساتو ته ضرورت نسته عقل ته ضرورت ده.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x