ټولنیزه برخه

د مور له ازاره ځان وساتئ!

عبدالرحيم راشد

حافظ ابن القیم رحمة الله علیه په خپل کتاب الروح کې د یوه بزرګ واقعه لیکي چې:
زه یوه ورځ چېرته په سفر تلم او په بصره کې (چې د عراق یو ښار دی) هلته مې د یو ګودر پر غاړه چې څنګ کې یې یو کلی هم و او د کلي څنګ کې یوه مقبره هم وه نو په همدې مقبره کې مې شپه شوه، چې کله شپه شوه له مقبرې نه د خره آواز راپورته شو نو فکر مې وکړ چې همدلته به چېرته خر بند پاته شوی وي.

زما په همدې مقبره کې درې شپې شوې، په اخري شپه بهر راووتم او غواړم چې دغه خر پیدا کړم، ما ویل دا څنګه چې نن دریمه ورځ ده او دغه خر دلته بند پاتې شوی دی، کله چې مقبره کې د خره په پیدا کولو پسې ګرځم که ګورم له یو قبر نه د خره آواز راپورته کیږي، سهار مې ددې کلي له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړه، چې ای خلکو!

له دې مقبرې نه د خره آوازونه راپورته کیږي؟
هغوی وخندل چې هو دلته یو قبر دی چې دا اوازونه هره شپه ترې راپورته کیږي، ما ورته وویل، چې ولې؟

هغوی راته وویل چې ددې قبر خاوند بد عمله شخص و او چې کله به یې خپله مور په کور او یاهم بل کوم ځای کې غږېده نو هغه به ورته ویل، چې بس بنده شه لکه د خرې په شان مه بړیږه، اوس چې کله دا شخص موږ دفن کړی دده له قبر نه تل همدا شان آوازونه پورته کیږي.

ګرانو ملګرو!
دا یو ښکاره او د سترګو لیدلی حال و نو د مور له عواطفو سره ډېر خیال ساتئ، د مور تر پښو لاندې جنت دی او د هغې هره دعا زموږ لپاره د هر مشکل دارو دي، خو په څنګ کې یې له بد دعا څخه هم ځانونه وژغورئ، ځکه چې واقعیت یې ستاسو د سترګو په وړاندې دی.

وذكر من حديث سفيان حدثنا داود بن شابور عن ابى قزعة قال مررنا في بعض المياه التي بيننا وبين البصرة فسمعنا نهيق حمار فقلنا لهم ما هذا النهيق قالوا هذا رجل كان عندنا كانت أمه تكلمه بالشيء فيقول لها إنهقى نهيقك فلما مات سمع هذا النهيق من قبره كل ليلة.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx