زما نوم صدراعظم ولیکئ – ډاکټر اشرف غني

زما نوم د صدراعظم په ځای کې ولیکه، هغه خبره ده چې ډاکټر اشرف غني احمد زي د بن په لومړي کنفرانس کې کوله، په دي خبره يې ټینګار هم کاوو.

د بن لومړي کنفرانس ته د بېلابېلو ډلو او اشخاصو تر څنګ ډاکټر اشرف غنی احمدزی د ملګرو ملتونو له خوا ورغلی وو، لخظر ابراهیمي او په افغانستان کې ملګرو ملتونو ځانګړی استازي  تاکاشي (په کابل کې د جاپان اوسنی سفیر) همدغه د بن بدنام کنفرانس ته له ځان سره د افغانانو په استازيتوب د ملګرو ملتونو له دفتر څخه اشرف غنی خوښ کړی وو.

په بن کې له لویه سره د واک پر وېښ چنې رواني وي، لومړی خو شمال ټلواله په دي نه راضي کیدله چې واک پريږدي، ځکه هغوی کابل ته له وسلو سره ننوتلي وو، استاد برهان الدین ربانی يې ولسمشر او د پنجشیر ولایت څخه يې پنځه وزیران اعلان کړي وو.

طالبان او اسلامي حزب له ياده وتلي وو، استاد رباني نه منله چې واک پريږدي، د ایران فشارونو کار ورنه کړ، روسیې مداخله وکړه، د روسيې ولسمشر استاد رباني ته قناعت ورکړ، ورته ويې ویل چې موږ د نړيوالي ټولنې په مقابل کې ستاڅخه ننګه نه شو کولای، استاد په دي هم خفه وو چې ولي يونس قانوني او عبدالله دده د واک او جمهوري ریاست په سر په بن کې معامله وکړه.

په بن کې ډول ډول نظريې وي، يوه پکې دا نظریه هم وه چې ولسمشر او د لومړی وزیر پوسټ ایجاد شي، داچې انتقالي حکومت (۶مياشتي موقت حکومت) وو، نو د لومړي وزیر ځایول پکې ستونزمن کار وو، ددي په ځای چې ستونزه کمه کړي د زیاتیدو ویره يې وه، له همدې امله نړيوال په ریاستي نظام د کرزي په انتخاب سره يوه خوله شول.

د بن کنفرانس هغه بهرني ګډونوال چې د افغانستان  کابینه يې جوړوله او لاهم په رياستي نظام هوکړه وروستنۍ شوي نه وه، چې کله د کرزي نوم ولیکل شو چې ولسمشر به وي، هغوی وایې چې ډاکټر اشرف غني سمدستي په دویمه کرښه کې د خپل نوم لیکلو غږ وکړ، غني وویل چې زما نوم صدراعظم ولیکئ.

ډاکټراشرف غني په دي ټینګار کاوو چې دده نوم باید د صدراعظم په توګه ولیکل شي، په داسي حال کې چې دبن کانفرانس ته دی د ملګرو ملتونو د استازي په توګه بلل شوی وو، حق يې نه درلود چې په کابینه او يا حکومت کې د ځان په ګټه کار وکړي.

کله چې لخظر ابراهیمي او تاکاشي ورته وایې چې ښاغلی غني! ته خو د ملګرو ملتونو استازيتوب کوي، شرم دی چې تاسي په دي ټینګار کوئ چې ستاسي نوم دي د صدراعظم په ډول زموږ له خوا په لسټ کې ځای شي، بيا هغه وو چې ډاکټر صاحب قناعت وکړ او د صدراعظم په ځای کې د نوم لیکلو څخه تیر شو، چې وروسته پریکړه پر دي وشوه چې د صدراعظم پوسټ دي په انتقالي حکومت کې نه وي.

ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی نور په ملګرو ملتونو  او نړيوال بانک کې ډیر وخت پاتي نه شو، افغانستان ته راغی، په لومړيو وختونو کې د نړيوالو مؤسيسو او مرستو د انسجام د مرکز مشر شو، د کوکنارو د اړولو پروګرام مشرې هم ده ته ورکول شوه، چې ډیر ناکام پروګرام وو، ددي پر ځای چې پیسې د اړول شوو کوکنارو مالکانو /بزګرانو ته ورکول شي، پیسي د بازار او حکومت خلکو جیبونو ته ولاړي،د هلمند او ننګرهار دهغه وخت والیان هم د بزګرو له حقونو مستفید شول، ښه ډیر ډالريې جیبونو ته د اشرف غني په شتون کې ولاړل، داسي ناتاید شوی راپورونه دي چې ډاکټر صاحب ته هم خپله برخه پکې رسيدلي وه، تر نن ورځي يعنی دیارلس کاله وروسته هم د هلمند له بزګرانو سره هغه سپین چيکونه شته چې باید د اړول شوو کوکنارو په مقابل کې دوی دهر جریب په سر ۳۰۰ ډالره ترلاسه کړي وای. غني دکرزي د موقت حکومت په وخت کې د ماليې وزیر شو. وروسته له کرزي سره د اختلاف له امله د کابل پوهنتون رئيس شو، په ماليې وزارت او کابل پوهنتون کې يې ښه کار وکړ، د يادولو وړ دي، مثبت  پرمختګ يې درلود.

دواک تږی غني چې د امريکا له خوا شين څراغ ورکول شوی وو، په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشريزو ټاکنو ته ځان ونوماوه، مګر څلورم مقام يې خپل کړ، ډاکټر رمضان بشردوست هم تر ده زياتي رايې وړي وي.

له کرزي سره يې د اړيکو سمولو کوشش وکړ، د کرزي په تیره ۵کلنه دوره (که خدای وکړي چې نور ارګ پريږدي) د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک د انتقال په موده کې غني زښت زيات کار وکړ، وتوانیدی چې امنيتې کسان او په ولایتونو کې قومي خلک د ځان کړي.

د ټاکنو د لومړي پړاو پرمهال يې شعار دسولې، امنیت او په ځان بسیا حکومت جوړول وو، داسي حکومت چې سهامي شرکت نه وي، د واک وېش نه وي، د نورو سره سياسي معامله نه وي، کار اهل کار ته وسپاري.

د صدراعظمي د چوکۍ وږی په دی هم خوشالیدی چې له ده سره د صدراعظم پوسټ ومنل شي، مګر داچې په ناامنه سېمو کې ډیري رايې ورته ولویدلي او يا خو صندوقونه ډک شول، د ده د پلویانو غوښتنه او تمه داوه چې غني به د ائتلافي حکومت، شریک حکومت او سياسي معاملې څخه ډډه وکړي، ولي هسي ونه شول. د جان کیری په مشرې غني په پټه خوله د واک شریکول ومنل. په ائتلافي حکومت يې هوکړه وکړه.

يو له دوو نوماندانو (عبدالله او غني) څخه به ولسمشر کيږي او بل به دوه کلونه وروسته صدراعظم کيږي، غني ته د پښتون ميشتو سېمو رايې د عبدالله سره د واک د شریکولو په سر هیڅ هم نه دي، دواړه پوسټونه د ځان له پاره مناسب بولي که ولسمشر شي، خو ډیر ښه، او که رايې يې ورکمي شي، اویا کوم بل اسماني تندر راولیږي، بيا نو هغه خبره ده چې دده نوم دي صدراعظم ولیکل شي.

لیکوال : آلف – ن – م

د خبریال خبري ویب پاڼي څخه په مننه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د