افغانستان

جوبایډن به نن د افغانستان په اړه مهمه وینا وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه مهمه وینا وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي، چې ولسمشر بایډن به ددغې وینا په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو، د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې او امنیتي وضعیت په هکله رڼا واچوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته ویلي، چې د پنجشنبې په سهار به جوبایډن د خپل ملي امنیت ټیم سره لیدنه کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو او تازه پرمختګونو په هکله وروستي معلومات واوري.

نوموړې زیاتوي، د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به ماسپښین مهال جوبایډن له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر او افغانستان سره د بشري او نظامي مرستو په هکله وینا وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستلو په هکله د بایډن پرېکړې څخه دفاع کړې، ځکه د هغې په خبره بایډن دا محسوس کړه چې دغه شل کلنه جګړه د پوځي لارې څخه نه حل کیږي.

جین ساکي وړاندې داسې وویل: «ولسمشر بایډن له ډیر پخوا څخه داسې انګیرله چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن په داسې مهال د افغانستان په اړه خپله مهمه وینا اوروي چې وړمه ورځ د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ له افغانستان څخه د نوي سلنه امریکايي عسکرو د وتلو د بهیر د بشپړېدو خبر ورکړی ؤ او زیاته کړې یې وه چې پاتې عسکر به هم په لنډ وخت کې له افغانستانه وویستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Said Mohammad

زما پوښتنه طاليبانو له تاسو څخه ده. هغه دا سي تاسي پنجاب لکه د لاندي پسونه يو يو په يرغلګرو د ډالرو په بدل کې وپلورلاست. حتا سلام ضعيف سي يو سفير وه د نړيوالو اصولو په خلاف يې لاستړلی حتا # کښلی ګوانتانامو يوړل. د برادر په غاړه او پښو کې ځنځيرونه او د لاهور تر هوايي ډګره په ځنځيرو تړلی وه. بل ## او د تاسي نه يې ### يرغمل يا برمته کينولي. تاسي به کوم وجدان ځانته افغانان او پښتانه واياست؟ بل همدغه روس وه سي امريکا ته يې ستاسي د له منځه وړلو لپاره لاره پرانيستله.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx