افغانستان

د زابل وروستۍ ولسوالي هم د حکومت له لاسه ووته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت د شهرصفا مهمه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې او په دې توګه یوازې ددې ولایت مرکز «قلات» له حکومت سره پاتې دی.

د طالبانو ویاند «قاري محمد یوسف احمدي»‌ پر ټویټر لیکلي‌‌، چې د کابل-کندهار پر لویه لار واقع د زابل ولایت ستراتیژيکه ولسوالي‌ «شهرصفا» هم د حکومت له ګوتو وتلې او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د احمدي په خبره، دولتي‌ عسکرو له دې ولسوالۍ تېښته کړې او ګڼ شمېر وسلې، مهمات او وسایط د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

حکومتي چارواکي‌ که څه هم تر دې دمه د شهر صفا د سقوط په اړه چوپه خوله دي، خو تر دې وړاندې د زابل ارغنداب، شاه جوی، خاک افغان او نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او د حکومت واکمني یوازې تر مرکز «قلات» ښار پورې را محدوده شوې.

د زابل ولایتي شورا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې که د ولسوالیو سقوط دوام پيدا کړي، نو د قلات سقوط به هم له امکانه لیري نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx