نظــر

یونظام دوه مخکی چارواکی

لیکوال: نعمت الله اسحق زی

انسانی ټولنه مینځ کی نیمګړتیاوی موجود وی، په نړی کی به تاسو داسی بشری ماحول پیدا نکړی چی په هغه کی ټولی کړنی اوانسانی مدیریت دقوانیونو دمفراداتو او اصولو پربنسټ سل په سلو کی سم ترسره شی او نیمګړتیانه وی پکښی موجود، اصلا د امکان نه لری کار دی چی په یوه ټولنیزه چاپیریال کی دی انسانان ژوند وکړی اوهلته دی کومه تیروتنه اونیمګړتیانه وی موجود.

ټولنه پوهنه هم دامنی چی انسانان د یو منفعت غوښتونکی ژوی په توګه دخپل غریزی، سیاسی، اقتصادی او یا هم دقدرت دویش او تر لاسه کولو په موخه هڅه کوی چی خپل رفتار قرار دادی اصول پر بنسټ عیار کړی تر څو ورځنی ژوند یې د خنډ او نیمګړتیا سره مخامخ نشی.

دغه مفهوم هغه وخت ارزښت وموند چی دانسان طبعی ژوند سیاست ماحول ته ورننوتی  یعنی کله انسان دیوابتدایی موجودنه دیوسیاسی موجود په توګه سیاسی ټولنه نه انتخاب کړ.

دټولنی اویاهم دملت اودولت دسمون اوآرمانی کیدولپاره په سیاسی اومدنی قاموس کی ډیری حل لاری ولټول شوی چی هریويې خپل پرځای کولای شول ټولنه،کورنی اوبهرنی سیاستونه اوواکمنیومینځ کی شته خلاوی ډکی اوپرځای يې سالمه طرحه واړندیزشی چی له دی جملی نه یوهم نیوکه یاهم انتقادی سیاست دی.

نیوکه یومدنی اوولسواکه کړنه ده چی دمدنی غوښتنودترلاسه کولوپه موخه دولسواکه ژوندمدریت لپاره لازمی ګڼل کیږی ځکه،که چیری په ټولنیز ژوندکی انتقادی روحیه نه وی موجود نوهغه ټولنه به داصلاحی پرمختګ چی یوه حیاتی اوټاکونکی برخلیک دی محرومه پاته وی.

که څه هم په پرمختللوټولنوکی انتقاددیومنل شوی دودپه توګه منل شوی اصل دی اودیوټولنیزارزښت په توګه ورته درناوی کیږی،اما په خواشینی سره په افغانستان کی انتقادتنها دمدنی اوسیاسی کړیوله خوا داصلاح اوسمون په موخه نه بلکی دځانی شهرت اومحبوبیت په موخه کارول کیږی.

خبره رانه بلی خواته ولاړنشی غواړم دبحث پام دافغانستان دحکومت دیو شمیر چارواکو هغه څرګندونوته واړوم چی تاسويې په وار وار د رسنیو او سیاسی ناستو پاستو پر مهال شاهد یاست.

دغه چارواکی سره لدی چی په نظام کی لوړی څوکی لری اوترڅنګ يې ددولت له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه اخلی، اما له بل لوری بیاد نظام داسی نیوکی کوی چی خود په خوده دملت اودولت ترمنځ دبی اعتمادی روحیه ژوندی کوی او د نظام په دننه دنظام ستنی سستوی.

دبیلګی په توګه د ولسمشر کرزی دڅه باندی ۱۳ کلنی واکمنی پرمهال یو شمیر چارواکی د انتقادی فشار په توګه هم په نظام کی ورګډ اوکله هم د نظام نه بهر دولت باندی ګذارونه کول پدی مفهوم چی یو خوا ته پوزیسیون اوبلی خوا آپزیسیون په توګه چلند هغه نمونی دی چی نوری نړی کی يې ساری نلیدل کیږی.

هیواد که څه هم دامهال پرتله ۱۳ کلونووړاندی ګڼی لاسته راوړنوبرخمن شوی اوپه هیواد کی نسبی امنیت شتون لری خوپه واحد نظام کی دچاروکودومخی سیاست اوڅرګندونی کیداشی هیواد ورستی وضعیت اولاسته راوړنی دننګونوسره مخامخ کړی.

چارواکی باید پوشی چی هیواد کی اوس مهال دسمی اونړی ترمنځ نیابتی جګړه روانه ده لاهم زمونږ بنسټیز سیستمونه پر پښو ندی ولاړ، اردو، پولیس اوټول نظام حیات دنړیوالو هیوادونو مرستو پوری تړلی ده که چیری دا مرستی نه وی شاید په یوی اونی که افغان دولت ونه کولای شی چی خپل موجودیت ته دوام ورکړی نه له همدی امله په دولت کی دننه ورګډ چارواکی ته په کارده چی د سیاسی فرهنګ له مخی د خپلو شخصی اوځانی ګټو پر ځای دهیواد اوملت عامه مصلحت ته ترجیح ورکړی او د انتقامی نیوکی پرځای دهیواد وسمسورتیاته داصلاح اوپرمختګ زمینی برابری کړی.

له بلی خوا ټولنیز باور هم د یو شمیر چارواکو دا رنګه څرګندونی زهرجنی بولی وايې: چارواکی دنظام یوه برخی دی اوهغه تصامیم چی ددولت له خوانیول کیږی مسولیت اوفایده يې دټول نظام محصول دی که چیری دنظام سړی چی عملاپه نظام کی دنده لری اوپرنظام ناسمه نیوکی وکړی پدی معنی چی خپل ځان ته ګوته نیسی.

ددوی په باوریوشمیرسیاسی چارواکی دواسنی نظام دواکمنی په ورستیوموده کی هڅه کوی چی دمسولیت پړابل چاته متوجه کړی اوځان بی ګناه وښه يې  همدارازداسی ښکاری چی چی یوشمیرچارواکی شاید دانتقادی څرګندونی له لاری غواړی دخپل راتلونکی  سیاسی برخلیک لپاره په اولس کی داعتماد باورځان ته راجلب کړي .

اما حقیقت دادی چی دچارواکی دارنګه دوګونی څیری اودملی منافع په اړه دشخصی دریځ غوره کول دهغوی اصلی څیره په تیروکلونوکی ولس ته بربنډشوی اولس سیاسی شعوردومره اوچت شوی چی دانتقادی دریځ اوانتقامی دریځ ترمنځ توپیروپیژنی اوهغه څرګندونی چی ترشا يې ملی ملاتړنه وی هیڅ وخت به پری باورونکړی.

نعمت الله اسحق زی
۱۳۹۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x