ورزش

انګلستان لوبډله د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبې ته ووتله او له ایټالیا سره به مخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اروپا فوټبال اتلولي په دوهمه نیمه پایلوبه کې انګلستان لوبډلې ډنمارک لوبډلې ته په اضافي وخت کې ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

انګلستان لوبډله به د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کې د ایټالیا سره مخ کیږي، چا چې هسپانیا ته نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړې وه.

دا لومړی وار دی چې انګلستان لوبډلې د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبې ته لار وموندله، دوی تېر وار په ۱۹۶۶م کال کې د نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته لار موندلې وه.

د انګلستان او ډنمارک لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه د انګلستان په خاوره ویمبلي لوبغالي کې ترسره شوه، چې شاوخوا ۶۵ زره حاضر نندارچیان یې درلودل او زرګونه کسانو له لوبغالي بهر لوبه وکتله.

د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې د ډنمارک لوبډلې تکړه لوبغاړي میکل دمسګارد په فري شاټ وهلو په زړه پورې او د یادې اتلولۍ یو تر ټولو غوره ګول وواهه، خو انګلستان پرته له تاخیره په ۳۹مه دقیقه کې ګول راوړ او لوبه یې مساوي کړه.

په دې تړاو لوبه تر ۹۰ دقیقو مساوي شوه، خو داضافي وخت په ۱۰۴مه دقیقه کې د انګلستان لوبډلمشر هیري کین له پينالتي ځایه ګول وواهه او بری یې ترلاسه کړ، چې تر پایه ډنمارک لوبډله په ګول وهلو ونه توانېدله او انګلستان پایلوبې ته ووتله.

د یادونې وړ ده چې انګلستان د اروپا فوټبال اتلولیو په ۲۰۲۰م ټورنمنټ کې لومړنی ګول ومانه، چې په نیمه پایلوبه کې ډنمارک وواهه.

دا په داسې حال کې چې ایټالیا لوبډلې تېره ورځ هسپانیا ته په پینالتي شاټونو کې د ۴ پر ۲ ګولونو ماتې ورکړې وه او د یادې اتلولۍ پایلوبې ته یې لار موندلې ده.

د یادو سیالیو پایلوبه به یکشنبه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د افغانستان پر وخت د انګلستان په ویمبلي لوبغالي کې له ۵۰ زره زیاتو نندارچیانو په شتون ترسره شي.

باید وویل شي چې د اروپا فوټبال اتلولۍ دفاعي اتله لوبډله پرتګال په شپاړسم پړاو کې او د نړیوال جام ګټونکې لوبډله فرانسه په کواټر پایلوبه کې له یادو سیالیو بهر شوي دي.

https://youtu.be/uwCj1fRCIEo

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx