افغانستان

امريکا: د ایران له لوري د طالبانو او افغان سياستوالو د غونډې کوربه‌توب ګټور تمامېدای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو د ایران له لوري د طالب استازو او نورو افغان سياستوالو تر منځ د ناستې کوربه‌توب ته خوشبيني ښوولې او وايي، چې دا ډول ګامونه د افغانستان سولې او راتلونکي په اړه ګټور او رغنده تمامېدای شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس د تهران وروستۍ ناستې په تړاو رسنيو ته ويلي، چې د ایران له لوري دا ډول ناستې د افغانستان لپاره ګټورې تمامېدای شي او که نيت ښه وي، نو په راتلونکي کې يې بايد پایلې ټولو ته روښانه شي.

نيډ پرايس د افغانستان ګاونډيان د سولې بهیر او راتلونکي په اړه مثبت رول ادا کولو ته رابللي او په دې اړه يې د ایران په کوربه‌توب له پرونۍ ناستې محتاط هرکلی هم کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ایران پلازمېنې تهران کې د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په کوربه‌توب د طالب استازو او يو شمېر افغان سياستوالو تر منځ د سولې بهير په اړه مخامخ ناسته وشوه.

د ایران په منځګړیتوب تهران کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ناسته
د ایران په منځګړیتوب تهران کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ناسته

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر او مرکچي پلاوي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوي کې د مرکچي پلاوي غړی قاري دين محمد حنيف او ملا خیرالله خیرخوا ملګري دي.

له کابله په تللي پلاوي کې محمد يونس قانوني، د کابل حکومت د مشر اشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحيمي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئيس عبدالکريم خرم، ارشاد احمدي، د جنبش ګوند غړی محمد الله بتاش، د حزب وحدت ګوند غړی ظاهر وحدت او يو شمېر نور سياستوال شامل وو.

د طالبانو د سياسي دفتر د استازو او د نورو افغان سياستوالو د دوه ورځنۍ ناستې شريکه اعلاميه هم خپره شوه او دواړو لوريو منلې، چې د افغانستان قضيه بايد له سوله‌ييزې لارې حل و فصل شي، دواړو لوريو دغې ناستې ته خوشبيني ښوولې او هيله يې کړې، چې د افغاستان قضيې د سوله‌ييز حل لپاره به په لنډ راتلونکي کې نورې ناستې هم کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx