افغانستان

معتصم اغاجان: د پاکستاني پوځ په خلاف د پاکستاني طالبانو جګړه ناروا ده

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د سولې عالي شورا نېژدې همکار  ملا اغا جان معتصم ویلي چې د پاکستان پر ضد  د پاکستاني طالبانو جګړه  غیراسلامي ده.

ملا معتصم یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان او ددغه هیواد د پوځ پر خلاف جګړه ځکه ناروا ده چې اسلام د مسلمانانو پر خلاف جګړې ته اجازه نه ورکوي.

دی زیاتوي چې په بریدونو کې د ملکي مسلمانانو وژل د اسلام سره په ټکر کې دي. خو نوموړي دا نه دي ویلي چې د پاکستاني حکومت لخوا د وزیرستاني مسلمانانو پر ضد پیل جګړه، چې قربانیان یې مسلمانان دي، په اسلام کې څه حکم لري.

ملا اغا جان همدارنګه سرتیري بریدونه هم غندلي دي او زیاته کړې يې ده چې دغه بریدونه په پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو کې ناروا دي ځکه چې ملکي وګړو ته په کې د مرګ ژوبلې خطر موجود دی.

د شننونکو په اند د ملا اغا جان معتصم وروستۍ څرګندونې د نوموړي په اړه هغه شکوک لا زیاتوي چې ګواکې نوموړی د پاکستاني استخباراتو سره نږدې همکاري لري، او نوموړی د پاکستان لخوا لومړی کابل بیا ترکیې او متحده عرب اماراتو ته استول شوی، تر څو د افغانستان او نورو هیوادونو سره په اړیکو کې د پاکستاني منافعو لپاره کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي، چې له کبله یې تر یو ملیون زیات پښتانه هجرت ته اړ شوي.  د پاکستاني رسنیو په قول تر نیمايې زیات يې چې زیات يې ماشومان او ښځې دی، په مختلفو وبایي ناروغیو اخته شوي.

په بنو کې دمهاجرینو د کمپ په اړه ویل کیږي چې د هستوګنې هیڅ اسانتیاوې نه لري، چی له کبله یې اکثره مهاجرین د روژې او گرمۍ په دې موسم کې د ناروغیو تر څنگ د ډیرو مشکلاتو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور محمد

اغا جان دې الله تعالی په خپل قهر او غضب اخته کړي. د ای اس ای او امریکای جاسوس
د کرزې حکومت ټول غړي دا ډول دي.

قاري سعيدخوستئ

دا غل دئ دامارت دبيت المال پيسي يي غلا كڑي وي دى هم مفتي شو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x