نظــر

د بيان آزادي تر څو حکومتو او اشخاصو محدوده ده!

احمد منصور

له تېرو شلو کالو څخه دلته د بيان آزادي يو ستره لاسته راوړنه بلل کېده کله چې بين  الافغاني مذاکرات شروع شول ځينې ژورنالستان د بيان د آزادۍ د ورځې په مناسبت د ارګ له لوري دايره شوې غونډه کې د ګډون په مهال په خپلو څرګندونو کې وویل چې د بيان آزادي ورته سره کرښه ده او د شل کلنو لاسته راوړنو څخه يې وبلله ټينګار يې کاوه چې بايد پرې سودا ونه شي او په طالبانو يې هم غږ کاوه چې دې اصل ته متوجې شي د دوی په قول مونږ شاتګ نه پرمختګ کوو د دوی ورته څرګندونې چې ما واورېدې خندا راتله په دې فکر کې وم چې دوی ځانونه تېر باسي او که ولس ځکه دلته خو دا شل کالو کې مونږ د بيان آزادۍ نه ده ليدلې.

د بيان آزادي تنها نمايشي بڼه درلودلې چې د ځينو لپاره وسله ګرځېدلې او ولسونه يې پرې ووژل. هو د بيان آزادۍ څخه په استفادې ځينې ميلونران شول دلته د بيان آزادي د حق ويونکي، ليکونکي او کوونکي لپاره زندۍ شوي خو ځينو پرې ځانو ته په ډېر مهارت د ولسو له قهر او غضب نجات ورکړی د بيان آزادي واقعاً مطلقه آزادي ترې مراد ده خو عمومي نه بلکې خصوصي اړخ کې تر حکومتو او اشخاصو محدوده ده د بيان آزادۍ په مورد دلته توپيري چلند شوی مونږ به مشت نمونه خروار يادونه وکړو تر څو لوستونکي وپوهيږي چې د بيان آزادي تشه ادعا ده/وه په حقيقت کې هيڅ نه ول/دي.

دوه وارې د قرآنکريم توهين وشو، په سپي کلمه توحيد وليکل شوه، د حجاب او پګړۍ بې حرمتي وشوه، انساني کرامت تر پښو لاندې کړی شو د مړو په جسدو بولې وکړی شوې، په افغاني لباس ملنډې ووهل شوې ځينې ښځې د فاحش لباسو سره د خلکو عادي کولو په موخه داسې لباسو کې را ووتې چې اصلاً دې افغاني چې يوه روحاني او مذهبي ټولنه ده ورته د منلو نه و خو دغو ټولو ته توهين کوونکي نه ونيول شول او نه تهديد شول بلکې نور يې هم په شا وټپول د دې لپاره چې زيان ورته ونه رسيږي بهرنيو هېوادو ته د کابل ادارې له لوري ولېږدول شول مېاشتېنۍ تنخواوې ورته ومنل شوې آن په ځينو دندو وګومارل شول.

خو د پوهنتون او مکاتبو محصلين په دې جرم زندانونو ته يوړل شول چې ولې د برما فلسطين مسلمانانو سره د خواخوږۍ په موخه مظاهرې کوي، په دوو کالو کې هغه علماء شهيدان کړل شول چې د شرعي حجت په بنا اوسنۍ واکمنه اداره يې فاسده بلله ځينې سياسيون ځکه يې هدف وګرځول چې سپينې څرګندونې يې کولې اداره بې واکه بلله هغه ژورنالستان يې هم پرېنښودل چې حقايق يې تر هېوادوالو، نړۍ والو رسول او جالبه خو لا دا ده چې د بيان آزادۍ مدعيان دومره هم ژمن نه ول خپلې ادعا ته چې د سياسيونو سالم تنقيدونه واوري/ وزغمي سياسيونو باندې يې ځينې محدوديتونه ولګول رسنيو کې له اشتراک او هلته تودو بحثو کولو منعه کړل آن ځينې يې په ځلونو  اسيران کړل چې يو له هغو سياسي شنونکی او ليکوال نظر محمد مطمئن ده  چې دوه ځل د ملي امنيت له لوري ونيول همدا ډول د ملا عبدالسلام ضعيف په کور چاپه ووهل شوه.

هڅه مې وکړه تر څو درته روښانه کړم چې په تېر شل کلن جريان کې دلته د بيان د آزادۍ حق هر چا ته نه ده ورکړل شوی بلکې د ولس له اکثريت اخيستل شوی او دا مې هم درته ثابته کړه چې د بيان په آزادۍ کې څه ډول توپيري او متفاوت چلند شوی.

د امير خان متقي په مرکې د ملي امنيت له لوري د نشر بنديز څخه جوته شوه چې د بيان آزادي يتيمه ده نمايشي اړخ  يې تر حقيقي اړخه ډېر زوره ور دی. که د امير خان متقي مرکې کې  حقايق پراته وي او دوی يې له نشر وېره لري بيا خو پړه دي چې د حق د پټولو هڅې کوي او د بيان له آزادۍ سره ښکاره خيانت ده او که پروپاګنډې پکې وي رد دې کړي ځکه رسنۍ هم ورسره دي نو د نشر مخه يې ولې نېولې که دوي په دې آند وي چې مونږ  به د طالب د غږ خپ کولو مخه ونيسو اين خيال است و محال است وجنون.

اوس هغه وخت تېر شوی چې هېڅ کومې رسنۍ به د امريکا له ويرې د طالب نوم په خوله نشوای اخيستی خو اوس د دونيا ټولې رسنۍ رب طالب ته مسخرې کړي آن امريکايي رسنيو کې د دوهم مرستيال  مقاله يې خپريږي همدا ډول هماغه امريکايي رسنۍ د دوي له لوري د نېول شوو سيمو ته ورځي او راپورونه جوړوي دا چې د بيان آزادي د خپلو مدعيانو له لوري يې تر پښو لاندې شوه دا به يې د تل لپاره پرې تور داغ وي او دا هم ترې جوته شوه چې د بيان آزادي ترڅو حکومتونه مخصوصه او تر يو څو  اشخاصو محدوده ده ياد حکومتونه او اشخاص هغو ته د بيان آزادۍ اجازه ورکوي چې دوي او حکومتونه ستايي په مظالمو او جناياتو يې سترګې پټوي.

په هېواد کې شته رسنيو مسؤلين او ژورنالستان له سانسور او محدوديت دې ځانو ته نجات ورکړي دا دې ثابته کړي چې د بيان آزادي ورته اصل ده کنې بيا به د تل لپاره دا مرکه ورته د يو پيغور په ډول ياديږي او د اولس د لا کرکې ،نفرت سره به مواجه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د بیان ازادی ، د بشر حقوق د ښځو حقوق ، ملګری ملتونه او او …. د نظم نوین جهانی د پاره ( چه راست کی یی امریکا قرار لری ) د حرب د وسیلی په ډول کار اخلی په ځانګړی دول د بیان ازادی څخه خو بلکل د یوی ډیر موثری وسلی په ډول کار اخلی چه په مټ یی له سپینه تور او له توره سبین جوړوی که تاسی د غره ځناورو حالت وګوری له هر ډول توانایی څخه برخه مند دی یو لوی حیوان شکار کړی او غوشی یی په ګډه وخوری ، خو وخت ناوخت دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx