نړۍ

اسلام اباد:دیوبس داوښتوله امله ۴۵زدکونکي مړه شول

(نن ټکی اسیا سپتمبر۲۰۱۱/۲۷) اسلام اباد: نن ماښام ناوخته له اسلام اباد څخه وفیصل اباد پرلاره یوه بس موټر چپه شوی چي له امله یی دبس دچلونکي په شمول ۴۵ زدکونکو ژوند له لاسه ورکړی دي.

سرچینی وایی بس کی سواره دملت ګرامر سکول زدکونکي په یوه میله باندی له فیصل اباد څخه داسلام په لورتللی وو، دبیرته راګرځیدو په وخت بس داسلام اباد اوفیصل اباد په لویه لاره(موټروي) دحادثي ښکارشو.

ژوبل شوي زدکونکي وایی چی بس که سلو څخه زیات زدکونکي سواره وو، نوموړي زیاته کړه په اول کی دښونځي سرښونکی ویلی وو، زده کونکی باید په دوو بسو کي انتقال شي، خو وروسته فیصله بدله شوه اوټول زدکونکي یوه بس ته وخاتو چی دښونکوپه شمول دسولیو شمیره ۱۱۰ ته رسیده.

زدکونکي وایی سرښونکي دبس پر چلونکي باندی غږوکړ چي دبس رفتاردی کم کړي، خوچلونکي ورته وویل چی دبس بریکونه کارنه کوي، وایی ددغي خبري په اوریدو سره زدکونکو چیغی راپورته کړی چی لږګړي وروسته بس کومي کندی ته ولویدي اودغه بدبخته حادثه رامنځ ته شوه

به بس کی دډیرو ژوبل شویو زدکونکو حالات دویري وړدي، نن دفیصل اباد په ښارکي ټولو تعلیمی ادارو دتوري ورځي اعلان کړی اودیوي ورځی لپاره یی ټولی تعلیمی اداري بندی کړی دي.

داسلام اباد دترافیکي پولیسو له لوری یو هییت ټاکل شوی دی ترڅو مالومه کړي چی یوه بس کی دومره زیات زدکونکي ولي سواره کړل شوی وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x