ټولنیزه برخه

د غوسې حقیقت!

رحمت الله مومن

ښکاره خبره ده چې اللّٰه تعالی انسان کمزوری پیدا کړی، خامخا به ترې فساد کېږي، ځکه چې د انسان لپاره د فساد دوه ډوله لاملونه دي، یو یې په بدن کې دننه وي او بل یې له بدن نه بهر وي.

د بدن داخلي لاملونه:
اللّٰه تعالی انسان له رطوبت او حرارت څخه جوړ کړی او د دې دواړو طبعیتونو ترمنځ یې دښمني اچولې ده چې یو د بل ضد دي.
حرارت همېشه د رطوبت د وچولو هڅه کوي او ګرموي یې تر دې چې د دې له اجزاوو څخه بخار جوړ شي چې د انسان له بدن نه راپورته کېږي؛ نو اوس که رطوبت ته خپله غذا و نه رسېږي، د کومې چې غوښتنه کوي، نو د انسان بدن فاسدوي، له همدې امله اللّٰه تعالی د انسان په بدن کې غذا ته شوق پیدا کوي؛ نو کله چې انسان خپله غذا واخلي، په دې سره له هلاکت څخه خوندي کېږي.

بهرني لاملونه:
بهرني لاملونه خو ښکاره دي لکه توره شوه، نېزه شوه او داسې نور … د هلاکت لاملونه شول؛ نو د دې لاملونه څخه د ځان ژغورلو لپاره اللّٰه تعالی په انسان کې غیرت او غوسه پیدا کړې چې هر کله د انسان د بدن یوه اړتیا پرې بنده شي؛ نو غوسه کېږي او دغه غوسه یې د زړه وینه په جوش راولي او په ټولو رګونو کې یې خپروي، تر دې چې په بدن کې داسې راخوټکېږي لکه څرنګه چې اوبه جوشېږي او په کټوۍ کې سر ته راخېژي، له همدې امله د مرۍ رګونه وپړسېږي، د مخ رنګ سور شي، سترګې سرې شي، کله چې غوسه پر هغه چا وي چې انسان پرې قادر وي؛ نو جوش یې مخ پورته ځي، تر دې چې سړی بدل ته اړ باسي او که غوسه پر هغه چا وي چې انسان پرې قادر نه وي؛ نو وینه بېرته ښکته کېږي، په رګونو کې ځای نیسي او زړه ته ورټولېږي، له دې امله رنګ زېړېږي او کله نا کله په وینه کې انقباض او انبساط دواړه وي؛ نو کله رنګ سور کېږي او کله زېړېږي او کله ګډوډ وي.

لنډه دا چې د غوسې د ځواک ځای په اصل کې زړه دی او حقیقت یې د زړه د وینې جوش دی؛ خو د جوش په وخت کې دغه ځواک د انسان په ټول بدن کې خپرېږي او موخه یې د ستونزو له پیدا کېدو څخه مخکې د هغې مخه نیول وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مومن صاحب مننه او د لیکنی ستاینه مو کوو ، ډیره اموزنده لیکنه وه په ځانګړی دول د رطوبت او حرارت په اړه چه مو عالمانه څرګندونه کړی او بیا وروسته مو د زړه د انقباض او انبساط په اړه د پام وړ معلومات مو لیکلی اموزنده او د ستاینی وړ وو. هر انسان د خالق لایزال کمپویتر دی د کمبوترو ځینی عمده او عمومی شیان مشترک مګر دا چه کمپوتر د څه د پاره پروګراشوی ، د یوه کلاس کمپیوتری سره بوره یا زیات ورته والی لری مګر د ځینو نورو دندو دباره چه پروګرام شوی هغه هم ځينی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx