افغانستان

بايډن: د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته رسوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر «جوبایډن» وايي، نور په افغانستان کې د امریکایانو وینې نه بهوي او د راتلونکې اګست میاشتې تر وروستیو پورې به هلته خپل شل کلن نظامي ماموریت ته د پای ټکې کښېږدي او د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه به پای ته ورسوي.

بايډن چې نن یې په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان په اړه د خپل حکومت پالیسي بیانوله وویل، چې د راتلونګې اګست میاشتې تر ۳۱ نېټې به امریکا په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورسېږي او په دې توګه به خپلې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای ته رسېدو سره، سره  هلته به ډيپلوماټيک او د بشري  مرستو رسولو ماموریت روان ساتي او ددې تر څنګ به د کابل حکومت له عسکرو سره د تجهیز او د بودیجې د برابرولو په تړاو کړې ژمنې پوره کوي

د بايډن له قوله، د کابل حکومت د پرځېدلو اندېښنې بې ځایه دي او اوس هلته درې لکه پوځيان شته، چې ښه مجهز دي او دا وړتیا لري، چې د طالبانو مخه ونیسي او حکومت له سقوط وژغوري.

دده په خبره، طالبان د تېرو شلو کلونو په پرتله تر بل هر وخت له نظامي پلوه ځواکمن شوي دي، خو نشي کولای حکومت ته سقوط ورکړي.

نوموړي یو ځل بیا افغانستان یو غیر متحد هیواد وباله، چې دده په اند، امپراطوریو ورباندې یرغل کړی؛ خو متحد شوی نه دی او نه هم باید په راتلونکې کې هلته د یوه متحد حکومت تمه وشي.

بایډن وویل، چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د وینې توییدنې مسئولیت نور د افغانانو دی او امریکا په دې برخه کې هيڅ مسئولیت نه دی.

ده پر افغان مشرانو غږ وکړ، چې لاسونه سره ورکړي، له حکومت ساتنه وکړي او له طالبانو سره یوه توافق ته د رسېدو له لارې د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کښېږدي.

د امریکا ولسمشر اعتراف وکړ، چې امریکايي عسکر  افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو راغلي، بلکې د اسامه له منځه وړل او له افغانستانه امریکا ته پېښ د «ترهګرۍ» ګواښ ختمول یې دنده وه، چې سرته یې رسولې او اوس باید افریقا او نورو سیمو ته متوجه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د بایدن کفر کی څو مخی د پورتنی لیکنی او وینا څخه په ډاګه کیږی په دی اړه چه د ده وینا تفسیر او تعبیر باندی د زیاتی ارزونی ولیکم ډیردر ژر به ییی په اړه لیکنه ولیکم دلته به هم یو څو ټکی درسره شریک کړم : ۱ــ دروغ، غلا او درغلی د نظم نوین جهانی ( نړیوال روان استعمار ) تقوی ده ، ۲ ــ د مظلوم بشریت د اذهانو د مغشوشولو د پاره چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی . ۳ ــ نړیوال یی د غریبو او سرمایدارو په دوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx