
کرکټ: د انګلستان کمزورې لوبډلې په اسانه پاکستان ته ماتې ورکړه – ویدیو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د انګلستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان د انګلستان کمزورې لوبډلې پر وړاندې ناکام شو او په اسانه یې ماتې ومنله.
په دغه لوبه کې انګلستان د پاکستان لوبډلې اسانه ۱۴۲ منډې هدف د ۹ ویکټو په توپیر په ۲۲ اورونو کې بشپړ کړ.
انګلستان لوبډلې چې تر ډیره د دویمې درجې لوبغاړي درلودل، پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، پاکستان لوبډلې له پېله ویکټې له لاسه ورکړې او په پای کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۱ منډې جوړې کړې.
یادې لوبډلې په لومړي اور کې د ثاقب محمود په توپ اچونه د امام الحق او بابر اعظم سترې ویکټې له لاسه ورکړې.
ددوی له لوري فخر زمان زیاتې ۴۷ منډې او شاداب خان ۳۰ منډې وکړې، په داسې حال کې چې بابر اعظم په صفر وسوځېد. د انګلستان له لوري ثاقب محمود ۴ ویکټې واخیستې.
په ځواب کې د انګلستان لوبډلې له لومړۍ ویکټې سوځېدلو وروسته په زړه پورې توپ وهنه وکړه او ټاکلی هدف یې د یوې ویکټې په سوځېدلو په ۲۲م اور کې په اسانه بشپړ کړ.
باید وویل شي چې د انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره پیاوړې لوبډله اعلان کړې وه، خو د یادې لوبډلې په ۳ لوبغاړو او ۴ اداري ټیم کې د کرونا پایلې مثبتې راغلې، چې له کبله یې انګلستان یاده لوبډله قرنطین او پرځای یې نوې لوبډله اعلان کړه، د نوې لوبډلې لوبغاړي تر ډیره د دوهمې درجې دي.
د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې د انګلستان ۵ لوبغاړي په لومړي وار د نړیوال کرکټ میدان ته ښکته شول، د یادې نوې لوبډلې مشري د بین سټوکس پر غاړه ده.