افغانستان

جوبایډن: طالبان تر بل هر وخت په قوي موقف کې دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپلې وینا کې وویل چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل اهداف تر لاسه کړي دي، نور په دغه هیواد کې جګړې ته اړتیا نشته.

نوموړي وویل، امریکا افغانستان ته ددې لپاره تللې وه چې بیا د ۲۰۰۱ یولسم سپتمبر غوندي پيښې له افغانستانه تکراري نشي او اسامه بن لادن ووژل شي.

بایډن په خپلې وینا کې زیاته کړه، امریکايي ځواکونه افغانستان ته د هیواد جوړونې په خاطر نه وه تللي، ځکه چې دغه مسؤولیت خپله د افغانانو دی، دوی باید خپل هیواد هغسي اداره کړي لکه څرنګه چې يې مناسب بولي.

نوموړي وویل،د امریکا پوځ مشوره ورته ور کړی چې ژر تر ژره دي ځواکونه وباسي، ځکه نو د هغو پر مشوره عمل کوي او د ځواکونو چټک ایستل د هغوی د سلامتي په خاطر وه.

او زیاته یې کړه: «د ځواکونو د ایستلو پر مهال هیڅ مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې، مونږ شک نه درلود چې زمونږ ځواکونه به دا کار په ښه توګه سرته ورسوي، او همداسي زمونږ ایتلافي ملګرو».

نوموړي ټینګار وکړ چې پر جګړې ټینګار حل نه دی، او پر جګړې ټینګار به په دې معنی وي چې ګواکي هلته د ابد لپاره پاته سو، په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې طالبان تر بل هر وخت په قوي حالت کې دي، که پاتیږو نو هغه به په دې معنی وي چې نور امریکايي مړي ورکوو.

جوبایډن وویل: «کله چې ما ولسمشري تر لاسه کړه، ماته اندازه ولګېده چې طالبان تر بل هر وخت په قوي حالت کې دی».

بایډن ټینګار وکړ چې اوس امریکا ته خطر له افغانستانه دومره نه دی لکه له بهره، اوس د امریکا اولویت د چین سره ستراتیژیک ټکر دی، او همداسي د کورونا مخنیوی او الیکتروني بریدونو سره مقابله اولویت دی. «دا تر هغو نسو کولای، تر څو چې مو د تیرو ۲۰ کلونو جګړه ختمه کړې نه وي.. ځکه نو د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختموو».

د امریکا ولسمشر بایډن په خپل ننۍ وینا کې چې کیدای شي د افغانستان په اړه یې وروستی وینا وي، وویل، د اګست میاشتې تر پایه به د امریکا نظامي ماموریت په افغانستان کې وي، خو له هغه وورسته به د افغانستان د حکومت ملاتړ کیږي، کومکونه به ورسره کیږي او د نورو ملګرو هیوادونو سره به د نړیوال هوايي ډګر امنیت ټینګیږي.

بایډن وویل چې د هغو افغانانو ساتنه به کوي چې د امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی لکه ترجمانان او د هغو کورنۍ، او په وینا یې تر اوسه یې ۲۰۰ ویزې ورکړي دي. نوموړي هغو ته په وینا کې وویل: «تاسو دلته په امریکا کې هیواد لرئ، مونږ به ستاسو تر څنګ دریږو لکه څرنګه چې تاسو زمونږ تر څنګ ودریدلاست».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

فاسدینو ته کلک ګوزار او په مخ ټينګه څپېړه ده ، شرمنده د اولس دوښمن به همیشه مختورن وي !
لوخې د قام سپکه غوښته … سر یې په دریاب کې غرق شه !

عبدالمالک همت

بایډن خپلو چوپړيانو ته : «تاسو دلته په امریکا کې هیواد لرئ، مونږ به ستاسو تر څنګ دریږو لکه څرنګه چې تاسو زمونږ تر څنګ ودریدلاست». دغو د ښکېلاک مزدورانو، جاسوسانو، سيکولرانو، مسيجي سوو او داسي نورو د نيواک پلويانو چي د خپل دين، هيواد او خلکو سره دغسي خيانت وکړ، د امريکايانو سره يې هم کوي. خو دا ډېره ښه خبره ده چي دغسي ټول کسان او د دوی په حرامو روزل سوي اولادونه پای پوکه زموږ له سپېڅلي اسلامي هيواد څخه ور وغواړي، څو زموږ خاوره د دوی له لوثه پاکه سي، بايډن ښه ويلي دي چي:«تاسو دلته… نور لوستل »

Said Mohammad

ته خو تر هغو هم ## يې هغه د لوی کافر غلامي کوي او ته د غلام د غلام تور # پنجابي غلام يې. ته څه توري وهي #####! وايي يوې بلا بلې بلا ته ويل اوخ. 👏🤣

طوطی

دا قوی موقف خو تاسو امریکایانو طالبانو ته ورکړ کنه نو طالبان خو هماغه ### د مدرسو چڼی دی د ##. اوس دی طالبان له امریکایانو څخه درناوی وکړی چی دوی ته یی بین المللی حیثیت ورکړی او طالبان دی هم نور سړی شی هغه ملا چی ګوډ خر نه درلود اوس یی ځامن په الازهر کی سبق وایی او خپله هم په دوبی او شارجی کی دکانداری کوی.

دوکتور غروال

جوئي بایدن بادار تاکید کوی چی د کابل حکومت توان لری چی دا موجود کنترول په افغانستان باندی ولری او عینی وخت کښی وائي چی طالبان اوس د بل هروخته څخه قویتره دی ، د جوئي بایدن ددواړو خواو باره کښی داسی صفتونه افغان ملت ته ډیر خطرناکه زنګ دی !!!!!

Said Mohammad

تاسي د ترومپ چيچيان هم اوس ددغه کافر په خبرو باور کوۍ ؟ اخير به تاسي ددغه دجال فوځ ياست او ددوۍ لپاره په سيمه کې د تورو اوبو ماسلان ياست د نصوارو پيسې به درکوي او تاسي به ورته جنګيږۍ. هغه پښتو متل ده. لڼډی د غويمو سي چا يووړ د هغو 👏

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx