افغانستان

د نورستان والي د وانټ وایګل ولسوالۍ لویې لارې د خلکو پر مخ تړلي

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۳): د نورستان والي عبدالقیوم د وانټ وایګل ولسوالۍ د ټولو کلیو لارې د خلکو پر مخ تړلي دي.

تړل شوې لارې عامو خلکو ته د خوراکي موادو، مریضانو د تګ راتګ او نورو اړتیاوو لپاره کاریږي.

د نورستان والي دغه لارې د ۶ میاشتو لپاره په دې دلیل تړلي چې ځايي خلک یې له طالبانو سره مرستې کوي.

د وانټ وایګل خلک وايي چې دغه لارې په ټاکنو کې د خلکو پراخ پریکون په پایله کې تړل شوي. دوی له دولته غوښتي چې د طالبانو غچ دې له ولسه نه اخلي او لارې دې پرانیزي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نورستان ولایت د وانټ وایګل د لارو تړل غندلي او په وینا یې «دکابل اداره غواړي په دغه راز جنايت سره د عامو خلکو څخه دهغو د آزاد تصميم او اسلامي پريکړې غچ واخلي او په بدل کې يې ټولې عامې لارې چې ښځينه، نارینه، سپين ږيری ، ماشومان، روغ او ناروغان ورڅخه ګټه اخلي وتړي.»

مجاهد په هېواد کې د بشري حقوقو اړوند ادراو غږ کړی چې «د نورستان د وايګل ولسوالۍ دخلکو غږ واوري او د کابل اداره له هغه جنايت څخه را وګرځوي چې د جګړې په ډګر کې د ناکامۍ له امله په عام ولس لوي لارې تړي.»

طالبانو ګواښ کړی که دولت لارې د خلکو پر مخ خلاصې نه کړي دوی به په هغو ځایونو کې په ورته اقدام لاس پورې کړي چې د دولت مامورین په کې هستوګن دي او له لارو څخه یې ګټه اخلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم اربکیانو په لغمان د ګلارام خلک له دې امله  مهترلام بابا ښار ته نه پریښودل چې په وینا یې دوی طالبانو سره همکاري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x