
د تور غونډۍ کمیسارۍ ټول سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ کې د تور غونډۍ ګمرک د کمیسارۍ ټول پرسونل او سرحدي پولیس له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې خبر په تایید سره ویلي، چې تسلیم شوو پولیسو له ځانونو سره ۱۸ عرادې هاموې ټانګونه او رینجر موټر او۲۰۰ میله وسلې او مهمات هم ورته سپارلي دي.
د تور غونډۍ ګمرک تیر ماخوستن طالبانو نیولی وو، چې یو شمېر عسکر ورته تسلیم شوي او ګڼ نور بیا د ترکمنستان پولې ته تښتېدلي وو.
له تښتېدلي عسکرو سره د طالبانو د مذاکراتو په پایله کې نن غرمه هغه ټول عسکر له خپلو وسلو او مهماتو سره بیرته د افغانستان خاورې ته راغلل او طالبانو ته یې ځانونه تسلیم کړل، چې د ځايي خلکو په خبره طالبانو ټولو تسلیم شوو عسکرو ته هرکلی ویلی او ډاډ یې ورکړی چې په لنډ وخت کې به یې خپلو کورنیو ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د هرات ولایت اسلام کلا او د فراه ولایت ابو نصر فراهي بندرونه هم طالبانو ونیول او په لسګونو عسکر ورته تسلیم شول.
باید وویل شي چې دا مهال د کندوز ولایت شیرخان، د تخار ولایت آی خانم، د پکتیا ولایت ډنډ پټان، د هرات اسلام کلا او تور غونډۍ او د فراه ولایت ابو نصر فراهي په ګډون د هېواد شپر بندرونه په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې دي او د فاریاب ولایت آقینې او د بلخ ولایت حیرتان بندرونه بیا د طالبانو لخوا کلابند دي.
دا ځینی خو یی سخت سخمیان هم دی داسی ښکاری چی طالبانو له عسکرو سره اسلامی رویه نده کړې.