افغانستان

هلمند: په دیني مدرسې هوايي برید کې ۵ ماشومان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دولتي الوتکو پر یوې دیني مدرسې بمبار کړی، چې له امله یې پنځه ماشومان «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه نن غرمه د نادعلي ولسوالۍ په «ژیړ پله» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي الوتکو د قران کریم د حفظ پر یوې مدرسې بمونه وغورځول.

د سیمې خلک وايي، د بمبار په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه د قران کریم تنکي حافظان «شهیدان» شوي او ۸ نور ټپیان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي الوتکې په هلمند ولایت کې ولسي خلک په نښه کوي او هغوی ته ځاني او مالي زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د هلمند ولایت په مارجې، سنګین، ګرمسیر او مرکز لښکرګاه په ګډون ګڼو سیمو کې پر جوماتونو، دیني مدرسو، ښوونځیو او کلینیکونو هوايي بریدونو کې ګڼ ملکي تلفات اړولي او عامه تأسیسات یې هم ویجاړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Too painful to hear and see them.  
Amrullah Saleh

They don’t look like martyrs to me, lol.

Ayesha yousufzai

Well it’s not ur fault to not differentiate between dead n martyred . Actually ur name speaks .

طاهر ثابت

What a non_Muslim will know about Islam and God’s will?

محمد نعیم

Infidels don’t have the capacity to identify the martyrs by their looks. But the educated infidels know that they are martyrs as they believe noncombatants, especially children are not to be killed in fighting as this constitutes a war crime

غوربندي

امرالله ناصالح
که الله تعالی د غازیانو لاس کې وغورځولې نو ولا چې د اسمان ستوري درباندې وشماري،، ان شاءالله

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx