افغانستان

هرات، کندهار او نیمروز کې درې نورې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، په کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو کې يې درې نورې ولسوالۍ هم نیولې دې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې لاس ته لوېدلي دي.

د طالبانو ویاند «قاري محمد یوسف احمدي» پر ټويټر لیکلي، چې د هرات ولایت د کرو خ ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ورسره تړلي ټول دولتي تاسیسات د طالبانو لاس ته لوېدلي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات ولجه شوي.

احمدي ددې تر څنګ په دوو نورو ټويټونو کې ویلي، چې د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ او د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او نور تاسیسات هم د طالبانو لاس ته لوېدلې دي او حکومتي ځواکونه ترې ایستل شوې دي.

حکومتي سرچینو که څه هم تر دې دمه د یادو شویو ولسوالیو د سقوط په تړاو څه نه دي ویلي، خو په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو په نیمروز، هرات او کندهار کې ډير پرمختګونه کړي او په هرات کې د اسلام کلا مهم سوداګریز بندر یې تر واک لاندې راوستلی.

همدارنګه د بېلابېلو ولسوالیو تر سقوط وروسته طالبان نن د کندهار ښار ته رسېدلي او دمګړۍ هم د یاد ښار په څنډو کې موجود دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx