شعـــــرونه

د فتحې ور/ نومير

فدا محمد نومير

له هر لور راځي خبر د فتحې فتحې
ښايسته ښکلی منظر د فتحې فتحې

لوی، واړه ورته په مينه هوسيږي
خدايه راولې رهبر د فتحې فتحې

بدرګه يې په نارو د تکبيرونو
خوشحالۍ دې په منبر د فتحې فتحې

ولسونه تبريکي يو بل ته وايي
ځکه هسک دی هر يو سر د فتحې فتحې

صلح ، امن په وطن به يو ځل راسي
راختلی دی بيا لمر د فتحې فتحې

نه به مرګ وي نه به ژوبله پس له دې نه
پهره دار به وي افسر د فتحې فتحې

بيا اخوت به د قومو په مينځ کې خپور سي
وي همه به يو ټبر د فتحې فتحې

ټول فتنې به ټغر ټول کاندې د مځکې
په هر لور به وي اثر د فتحې فتحې

د تاجک، ازبک، پښون به بيا وروري وي
وي هر کس به برادر د فتحې فتحې

د غماز، اغيار زاره به وي چاودلې
را ښکاره چې شي دلبر د فتحې فتحې

ته سجده د شکر وباسه نوميره
چې څښتن پرانستو ور د فتحې فتحې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x