ټولنیزه برخه

له غوسې سره مرکه!

رحمت الله مومن

دا یوه خیالي مرکه ده چې د غوسې د حقیقت د ښکاره کولو په موخه د انسان او غوسې ترمنځ ترسره شوې. راځئ چې په ګډه یې واورو:

انسان: ستړی مشې، هر کله راشې استاده، تاته دې ښه راغلاست وي، زه ستا په لیدو نېکمرغه شوم!

غوسه: تاته دې هم ښه راغلاست وي، اللّٰه دې ښه ژوند در په برخه کړي، امر کوه.

انسان: غوښتل مې له تا نه پوښتنه وکړم چې ولې تل په یوه انسان بل ته ضرر رسوې او همېشه لپاره غوسه یې؟

غوسه: لومړی باید ووایم چې زه همېشه غوسه نه یم، بلکې ډېر لږ او کله کله غوسه کېږم؛ خو زما جوش ډېر وي او موخه مې دا وي چې انسان له خپلې اړتیا خبر کړم؛ خو هغه زما خبرې ته غوږ نه نیسي او همدا لامل دی چې زما له خوا ورته ګټه هم نه رسېږي پرته له تاوان نه. که چېرته انسان زما خبره منلای، کله به هم نه غوسه کېدای.

انسان: زه اوس پوه شوم، ښه نو بیا ستا له وجود څخه موخه څه ده؟

غوسه: زه د دې لپاره پیدا یم چې پر حق وچلېږم او کومه لاره چې له حق خلاف وي، زه پرې غوسه کېږم او بده یې ګڼم.

انسان: په دې خو پوه شوم، خو زما پوښتنه دا ده چې ته ولې په یوه وحشي او ناروا طریقه غوسه کېږې؟

غوسه: زه وحشي نه یم، بلکې انسان وحشت خوښوي، زه د انسان لپاره د زنګ مثال لرم، په انسانانو کې ځینې داسې وي چې زنګ خوښوي، ډېر ژر ورته له خوبه رابېدارېږي او ګټه ترې اخلي او ځینې داسې دي چې د زنګ په اورېدو غوسه کېږي.

عاقل هغه دی چې له ما نه ګټه واخلي، ځکه زه د انسان لپاره یو ستر ځواک یم، ما خپل نفس انسان ته وربښلی، د دې لپاره چې له ما نه ګټه واخلي او زه یې غوره ژوند ته ورسوم، په خپل ژوند کې د ځان لپاره د ګټې کار وکړي، خپل وخت قیمتي کړي، زده کړه وکړي او ما دې پرېږدي چې خپل ځواک پخپل ځای وکاروم، ما تاته بیا بیا څرګنده کړه چې زما کار له حق څخه دفاع او د باطل له منځه وړل دي.

انسان: خوشحاله شوم چې ستا په زړه پورې او ګټوره وینا مې واورېده، ډېر ښه دې پوه کړم، کور دې ودان او په راتلونکي کې مو مه هېروئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx