افغانستان

په ټکنالوژۍ سمبال باګرام د سپېڅلې ایډیالوژۍ په وړاندې!

ابوبکر خپلواک
دوه لسيزې وړاندې کله چې جابره امریکه مو په ګران هیواد را وغورځېده او نظامي یرغل یې وکړ، د ځان د خوندیتوب او د خپلو شومو اهدافو د تحقق لپاره یې د هیواد په لر او بر کې پوځي ځالې ورغولې، چې له هغې یوه هم کابل ته نژدې د باګرام ستره پوځي هډه وه.

د هډې پراخ پراخوالی، پکې موجوده اوچته پوځي ټکنالوژي، ارت هوايي میدانونه، ستر کرغېړن زندان او ډالري سیلاب هغه څه وو چې له افغانانو یې دا تصور بيخي واخیست چې یو وخت به له همدې پوځي هډې امریکه آن په شپه کې پښې سپکوي او تښتي به. شل کاله هر پردی پوځي بدون له کوم سند او پوښتنې په همدې هډه کې هسک او ټیټ شول.

خو هفته وړاندې چې کله چې مې له رادیو د امریکه_غږ د خبریال هغه راپور اورید چې پکې یې د همدې پوځي ځالې د تخلیه کیسه کوله بيخي يې حیران! کړم او راته د تېر کال د کابل هغه سمینار را یاد شوو چې یو نیکټايي پوش ټلوالې ته منسوب استاد وړاندې کولو، موږ یې هم ګډنوال وو او راته د پوښتنې کولو فرصت راکړل شوي وو.

د سمینار موضوع وه (آیا امریکا به افغانستان ترک کړي!؟) سمینار وړاندې شوو، استاد د راغلو یرغلګرو او امریکا زور او قوت بیان کړ، په کراتو یې د پنټاګون کلمه تکراروله، په هیواد کې یې د دوي هغه ګټې او اهداف بیان کړل چې پر اساس به یې امریکه خپل پوځي ماموریت آن لسیزې نور هم غځوي…

کله چې د پوښتنې فرصت راغلو، بنده هم د نورو په شان د ځینو هغو علتونو یادونه وکړه چې پر بناء به یې بلا آخره راغلي پردي جبرن اړ ایستوو ته مجبوریږي، خو استاد د پوښتنې په اورېدو مانداره خندنۍ شوو، د نه په پار یې سر وځوځولو او ویې وېل دا هیڅ ممکنه نده.

د دلیل لپاره یې د امریکې د هغه پروژو یادونه وکړه چې په باګرام پوځي هډه کې یې همغه وخت کار روان وو او یا یې پرانیسته شوې وه، بودیجه یې تر ۹۰۰ میلیون ډالر اوچته ښودله.

خو اوس چې حالات د همدې استاد او په محوري ټلویزوني مرکو د ناستو خېټورو د ادعا، فرضیه او تیوری خلاف راووتل زه یې عامل دا بولم.

چې فرعون صفته صلیبیان له ټول زور او قوت سره راغلل، پوره زور یې استعمال کړ، پوټلنې کوڅې مو د دوی د ټانګونو شاهدې وې، شپه چاپو او هوا جازو نیولې وه، خو دا چې بیا هم دوی میدان بایلود او سوبمن نشول، دوی خپله ټکنالوژي د سپېڅلې ایدیالوژۍ په وړاندې سپر کړه، فکر او ایدیالوژي چې له معنویت سرچینه اخلي او معنویت تل په مادیت برلاسی وي، همدې مفهوم د دوی ماتې یقينې کړې وه، دا د فکري طبیبانو/دیني علماوو ادعا وه هغه چې خورا کمو خلکو ورسره منله، خو دوی سم ویلي وو.

د راغلو یرغلګرو تېښته هغه څه دي چې د معاصر علم په هیڅ قالب کې سم نه راځي، نو له مخالفو ملګرو مې امید دی چې د حق او باطل په معرکو کې له خپل ناقص نظر لږ وړاندې د خدای کتاب پاڼې واړوي او حقیقت ځان ته جوت کړي، هلته د عرش خاوند له خپل نیکو بندګانو سره ډیرې وعدې لري.

د یرغلګرو او ورسره د راغلي فکر/تمدن د پوره محوې په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین ګل شاهین

په ژوند کې پښېماني هغه وخت رامنځته کیږي چې د کار له شروع مخکې مو سمو پوښتنو ته ځواب پیدا نکړئ او یا یې په جریان کې در څخه ناغيړي وشي.
هر څه چې تر سره کوئ مثبت او منفي اړخونه یې مطالعه کړئ او په اړه یې يوه لحظه فکر وکړئ.
که توافق مو په تر سره کولو وي، نو په اړه یې مثبت فکر خپل کړئ او په کار پېل وکړئ.
پام!!!ښه پېل مو غوره پايلې ته رسولاي شي.

طوطی

اوس به نو طالبان دی میدان سره څه کوی؟ پر میدان به توغندی وتوغوی چی دا له کافرو پاتی وسایل ټول تباه شی او یا که داسی یو برنامه به جوړه وی چی څنګه د افغان اردو سره لاسونه یو کړی او هر څه د دی ملت په اختیار بدون لدی چی خراب او ویجاړ شی خوندی پاتی شی. طالب نور د غنی خبره د چا لپاره جنګ کوی؟ امریکا خو اوس ټول ډاډه دی چی ووته. هر ورځ په سلګونو کسان دی وطن کی وژل کیږی فکر وکړی چی دا کابل هم سقوط وکړ آیا طالبان به په هوسا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx