افغانستان

د پروان ولایت دوه نورې ستراتيژيکې ولسوالۍ هم طالبانو ونیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پروان ولایت د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو له نیولو لس ورځې وروسته طالبانو ددې ولایت د شیخ علي او د سرخ پارسا ستراتيژیکو ولسوالیو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې پرون د جمعې په ورځ ناوخته یې د شینوارو ولسوالۍ او تیره شپه یې د سرخ پارسا ستراتيژيکې ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولې او دولتي ځواکونه یې له یادو ولسوالیو څخه په شاتمبولي دي.

د شیخ علي ولسوالي چې د پروان ـ بامیان لویه لاره ورڅخه تیریږي د بامیان او پروان ولایتونو لپاره خورا حیاتي ارزښت لري، چې ددې ولسوالۍ په نیولو سره طالبان کولای شي بامیانو ولایت کې پر دولتي ځواکونو د اکمالاتو قطع کړي او په بامیانو ولایت خپل تهاجمي عملیات پراخ کړي.

د مساحت له پلوه د پروان ولایت تر ټولو غټه ولسوالي سرخ پارسا چې د بامیانو، میدان وردګ او پلازمینې کابل سره سرحد لري او غرنیو لارو ګودرو څخه برخمنه ده، له دې لارې طالبان کولای شي د هېواد سویلي او شمالي ولایتونه د ځمکې له لارې سره ونښلوي.

د طالبانو لخوا د شیخ علي او سرخ پارسا له نیولو سره سم په بامیانو ولایت کې دولتي ځواکونه په حرکت راغلي او د شیبر کوتل ته یې سلګونه تازه دمه ځواکونه استولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د پروان ولایت مرکز چاریکارو طرف ته هم خپل پرمختګ ګړندی کړی او د پل مټک په څو سوه مترۍ کې یې تازه مورچلونه جوړ کړي دي.

باید وویل شي چې طالبانو په تیره یوه نیمه میاشت کې له ۱۷۰ څخه ولسوالۍ، پنځه عایداتي بندرونه او ګمرکونه نیولي او د ګڼو ولایاتو مرکزونه یې کلابند کړي دي، چې له امله یې د دولتي ځواکونو مورال کمزوری شوی او په زیاترو سیمو کې له جګړې پرته طالبانو ته تسلیمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

الحمدلله

د ټول هېواد د بشپړې فتحې په هیله 🤲🏼

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x