روغتیا

د جانسن اينډ جانسن کرونا واکسينو لومړۍ جوپه هېواد ته راورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو له لوري د ژمنې سره سم د جانسن اينډ جانسن کرونا واکسينو لومړۍ جوپه د جمعې په ورځ هېواد ته راورسېده.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه جوپه کې ۱.۴۴ مليونه دوزه واکسين هېواد ته رارسېدلي، چې هر يو کس ته به جلا يو دوز لګول کيږي.

د جانسن اينډ جانسن شرکت د کوويد-۱۹ واکسين يو کس ته يوازې يو دوز لګول کيږي.

تېره اونۍ د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي وو چې دوی به ګڼ شمېر اسيايي هېوادونو سره د کرونا ۳۵ مليونه دوزه واکسينو مرسته وکړي.

په دې لړ کې د افغانستان سره د ۳.۳ مليونه دوزه واکسينو ژمنه شوې وه چې لومړۍ جوپه يې راورسېده او پاتې نورې به هم ژر راورسيږي.

د عامې روغتيا وزارت ويلي، په پام کې لري چې په راتلونکې اونيو کې ټول حکومتي مامورين، د پوهنتون او ښوونيزو مرکزونو استادان، محصلين او کارکوونکي واکسين کړي، تر څو دوی وتوانيږي په تدريجي ډول بنديزونه کم کړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې دمه خپل له یو سلنې زیات اتباع په هندي کویشیلډ او چینايي ساینوفارم واکسينو بشپړ واکسین کړي دي.

د جانسن اینډ جانسن واکسین را رسېدو سره به افغانستان وکولای شي چې شاوخوا ۱۲ سلنه نفوس واکسین کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x