ورزش

میسي او پایلوبې، ایا د برازیل پر وړاندې به دا «بنده غوټه» پرانېستل شي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ارجنټاین نامتو ستوری لیونل میسي له نږدې شلو کلونو نړیوال کیریئر وروسته لا هم د خپل هېواد لپاره د جام ګټلو په لټه کې دی، چې نوموړي ته د برازیل پر وړاندې د کوپا امریکا جام پایلوبه وروستی فرصت دی چې ګټل یې اسانه نه دی.

د برازیل «ریو دی ګانیرو« ایالت په مارکانا لوبغالي کې د یکشنبې په ورځ سهار ۵:۳۰ بجې د ارجنټاین او برازیل لوبډلو ترمنځ د کوپا امریکا جام پایلوبه پېل کیږي.

ارجنټاین او اورګوای یوازینۍ لوبډلې دي چې ۱۵ واره یې د کوپا امریکا جام اتلولۍ ګټلي، په داسې حال کې چې برازیل دغه اتلولي ۱۰ واره خپله کړې ده.

د نړۍ مشهور ستوري میسي پنځم ځل لپاره د نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته لار موندلې ده، خو تر دې دمه په هیڅ نړیوال جام ګټلو بریالی شوی نه دی، چې د نوموړي لپاره تر ټولو زیات مایوسه کونکې ده.

د میسي بنده غوټه

لومړۍ پایلوبه: میسي په ۲۰۰۷م کال کې د کوپا امریکا جام پایلوبې ته لار موندلې وه چې په وینزویلا هېواد کې ترسره شو او پایلوبه کې برازیل ارجنټاین ته ماتې ورکړې وه.

میسي د خپل هېواد سره د ۲۰۱۵م کوپا امریکا جام پایلوبې ته یو ځل بیا لار موندلې وه چې د چیلي لوبډلې پر وړاندې یې په پینالتي شاټونو کې جام له لاسه ورکړی و، دغه راز په ۲۰۱۶ کوپا امریکا جام پایلوبه کې یو وار بیا له چیلي لوبډلې سره مخامخ شول، چې په پينالتي شاټونو کې یې ماتې منلې وه.

دا د میسي لپاره زړه ماتونکی حالت و چې سمدستي یې له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه، خو له څو میاشتو غوښتنو وروسته بېرته نړیوال فوټبال ته راستون شو.

څلورم وار لیونل میسي په ۲۰۱۴م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله خو د جرمني پر وړاندې يې په یو صفر ماتې ومنله، او په لومړي وار یې د ارجنټاین لپاره د نړیوال جام ګټلو خوب هم اوبو یوړ، کوم چې دیاګو مارادونا په ۱۹۸۶م کال کې د ارجنټاین لپاره خپل کړی و.

باید وویل شي چې میسي د یکشنبې په ورځ د برازیل لوبډلې سره د کوپا امریکا جام پایلوبه کې مخامخ کیږي، دا پنځم وار دی میسي د ارجنټاین په کمیس کې پایلوبه کوي، خو ایا دا اوږده بنده غوټه به یې پرانېستل شي؟

شپږ واره د بالون ډور نړیوالې جایزې ګټونکي میسي چې په کلب فوټبال کې یې له بل هر لوبغاړي زیات ریکاډونه جوړ او زیاتې جایزې ترلاسه کړي، اوسمهال یوازینۍ هيله د ارجنټاین لوبډلې لپاره د جام ګټل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx