نظــر

د پاکستاني طالبانو پر خلاف د اغاجان معتصم فتوی

لیکوال: ع-کریمي

تیره ورځ مې په خبرونو کې د پخواني طالب ملا اغا جان معتصم هغه څرګندونې ولیدې چې په پاکستان کې یې د پاکستاني طالبانو د جګړې په باره کې کړې وې.

نوموړي ویلي وه هغه جګړه چې پاکستاني طالبان یې د پاکستان د حکومت پر خلاف کوي ناروا او یوه غیر اسلامي جګړه ده.

د اغاجان استدلال دا وه چې په اسلام کې د مسلمانانو پر خلاف جګړې ته اجازه نه شته، او څرنګه چې د پاکستان پوځ مسلمانان دي نو وژل یې هم ناروا دي.

ملا اغا جان همدارنګه استشهادي عملیات هم غندلي دي او زیاته کړې يې وه چې د ده په وینا ځانمرګي بریدونه ځکه ناروا دي چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ښايي دا په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوه پیژندل شوې افغاني څیره په دومره جرئتمندانه ډول د پاکستان څخه دفاع ته مټې رابډوهي او په دې لړ کې د یو مظلوم او مسلمان ولس مشروع حقوق تر پښو لاندې کوي او مبارزه یې ناروا ګڼي. همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سیاسي اړیکو حساس تاریخي شالید ته په کتو هیڅ افغاني پیژندل شوې څیره داسې په بربنډ ډول له پاکستان څخه د دفاع په موقف کې ځان نه غورزوي، خو دا چې ملا اغاجان ټول دغه سیاسي او تاریخي نزاکتونه له پامه غورزوي او په ډیر جرئت د خپلو پاکستاني طالبانو وروڼو پر خلاف د دې هیوا له پوځ سره په یو صف کې دریږي، له پاکستان سره د نوموړي د اخلاص او صداقت په نهايي کچې دلالت کوي.

د تعجب وړ خو دا ده چې اغاجان د پاکستان په پوځ، یا د ده په وینا د مسلمانانو، په وژنې اوښکې تویوي، خو د هغو میلونونو مظلومو او بې وسه مسلمانانو پر حال سترګې پټوي چې دا مهال د همدغو پوځیانو لخوا، چې نوموړی یې د اسلام پر دلیل مرګ ناروا بولي، تر بمونو او مرمیو لاندې دي او د کورونو پریښودلو ته اړ شوي، چې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

کله چې په افغانستان کې امریکایانو او افغاني مزدورانو د طالبانو د بریدونو او استشهادي عملیاتو په وړاندې ځانونه بې وسه ولیدل نو د سیاف په څیر تش په نامه علماء یې رامخکې کړل تر څو له خپل علمي او جهادي شخصیت څخه په استفادې د اسشتهادي بریدونود تحریم فتوی ورکړي او د طالبانو سپیڅلی جهاد بغاوت وبولي. داسې بریښي پاکستان هم د طالبانو د ګزارونو په مقابل کې تر پزې راغلی نو ځکه خو اغاجان هم د ورکړل شوې دندې له مخې لکه د سیاف په څیر فرمایشي فتواګانې پیل کړې، خو د سیاف او اغاجان توپیر په دې کې دی چې سیاف د کرزي د حکومت د بقا لپاره فتواوو ته مټې رابډوهلي وې، خو له اغاجان سره بیا د ګاونډي هیواد پاکستان د بقا غم دی.
په هر حال د اغا جان وروستیو څرګندونه یو ځل بیا دا په ثبوت ورسوله چې نوموړی د پاکستان په امر چلیدونکی شخص دی او د دې هیواد د استخباراتي ادارې (ISI) سره نږدې اړیکي پالي.
دغه راز د اغاجان په اړه هغه ادعاوې هم په ثبوت رسیږي چې ویل کیږي په کراچۍ کې تر ویشتل کیدو وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا د یو هدف لپاره کابل ته واستول شو، او بیا له هغه ځایه د یو پروګرام له مخې ترکیې او متحده عرب اماراتو ته ولیږل شو.

د اغاجان معتصم په اړه لا هغه وخت داسې شکوک موجود ول چې د کابل- ترکیې- او متحده عرب اماراتو ترمینځ د نوموړي سفرونه په اصل کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا ورسپارل شوی پلان دی، ترڅو له د نوموړي د سیاسي شهرت څخه په استفادې د افغانستان او نورو هیوادونو څخه استخباراتي معلومات راغونډ کړي، او له دې لارې د پاکستاني منافعو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

د اغاجان وروستېو څرګندونو چې په بربنډ ډول په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو جګړه ناروا ګڼې او په غیرمستقیم ډول یې پر وزیرستان د پاکستاني پوځ د وحشي بریدونو ننګه او ملاتړ کړی، هغه ټول شکوک او شبهات چې د پاکستان د استخباراتي ادارې سره د ده د مرموزو اړیکو په اړوند له خلکو سره موجود ول، په یقین او باور بدل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هاشم ظاهري افغان

ښه مزې خو یې وکړې، پاک پاک ګرزي، په ښه هوټلونو او میلمستونونو کي يي شبې ورځي په ارامه تیریږي، د دنیا سیلونه يي وکړل نور څه غواړي، او الله ښه ښائسته مخ هم ورکړی دی، هڅي نه چي د ده دا فتواګاني یي بې نوره نه کړي او خلک يي بد و نه بولي.
زما شخصا په دې نه پیرزو کیږي چي خلک ورپسي بدي خبري وکړي خو د ده عادت سم نه دی، الله د ټول د وطن حقیقي مشران ژوندي لري.

انصار

د ده جناب مسله نوره ختمه ده دده حیثت نور تر خاورو لاندی شو. مونږ استاد یاسر ډیر شه پوه کږی یو د پاکستان په باره که،زه دعوت ورکوم چه که چیری د حق مدد نشی کولای نو حد اقل چپ کشنه قسم په الله دا د د دنیا او که چیری په اخرت ایمان لری نو دا دی په ګټه ده.مننه

شهید شهید

السلام علیکم : وایی میږی ته چه الله ج په قهر شی وزری یی کوی ، معتصم ته هم هغه نورانیت چه الله ورکړی وو ، د هغه د حرص له امله زایله شو یعنی د نقس د چهاد به مقابل کی د کره ماتی سره مخ شو همدا خبره مونږ عبدلحکیم مجاهد ته چه مخکی دملګرو ملتو د پاره د طالبانو نماینده په نظر کی نیول شوی وو امریکا کی اوسیدلو هغه هم په اوایلو کی ډیر ښه ښړی معلومیدلو اخره کی تر ګیدړ جوړ شو ، دمعتصم هغه نورانیت قواره خو پریږده هغه ږیره یی هم ورسره زیب… نور لوستل »

tahir khan

نن اسيا د اغاجان معتصم د مرکي په تړاوچي څه لیکلی دې داسې نه ده او که تاسی ټوله مرکه اوګورې نوشاید چې داسې به نه وې لکه چې تاسې یې بیان کړې دی. اغاجان که د پاکستاني طالبانو جهګړه غلطه ګنړلي نو ورسره يي د پاکستاني پوځ جهګړې ته هم غلطه ویلې ده . تاسې د بیان په نیمایی برخه خپل نظرڅرګند کړی ولی نوره برخه مودپامه غورځولی ده. دا څنګه ژونالزم دې؟

Rahim popal

دی دې اول د افغانستان خلګو ته دا ښکاره کړی چه په دوبی، تورکیه ،او کابل کی دا د ده مصرف د کمه کیږی ؟. آو که نه نو دی دې خپل لکچرونه د ځان سره وساتی.

اجمل

ترهغوچې تا داستشهاديانو په نامه دنړې څخه بسپنې راغونډولې هيڅ خبره نه وه ځګه چې ستاډوډۍ پکې غوړه وه،اوس چې نور ستا دراشن سوړه بدله سوه داخبرې کوي،نابالغه سیاستمداره خوله خوځوه چې هرڅه وايي چې مشهوره شې او دخلګو درپام شي تا اودکراچي ## دطالب دجنګ په نامه له ټولې دونيامرستې راټولې کړي اوخپله ارګا بارګا موپرې چوړه کړه، هغه وخت به مو هرځای اياتونه تلاوت کول اودصلیبی جنګ نارې سورې به موختې پر استشهاديانوبه مودلایل ويل اوس موبيا بل ډول غاړې ته واچاوه چې خوراک له بله اخوره وکړئ،خودپيسو غلامان کله هم ماړه سوي ندي،که مړيدي نو زاړه قومندانان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

افغانو مسلمانو ورونو السلام علیکم : تاسی ګوری دغه ټولو ورونو چه څه لیکلی د هغه خبیث معتصم اغاخان د شخصیت په ضد یی لیکلی ، ولی یواځی طاهر جان بیا لیکلی چه که تاسی د اغاخان فتوی وګوری هغه که د پاکستان د طالبانو جهاد ممنوع اعلان کړی په څنګ کی یی ورسره د پاکستان د حکومت ظلم هم ناروا بللی . د حیرانیتا وړ خبره کوی ، زه منم چه د معتصم له فند به ډیرو ته برخه رسیږی او هغه د فند والا به معتصم اغاخان کله ځانله پریږدی ، که ستا کور د کفر په واسطه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x