ادبي لیکني

موږ ټول لیکلو ته اړتیا لرو

سید نظیم سیدي

ليكل خورا ډېر ډولونه لري:
كه چېرې تاسې په دقيقه توګه ځير شئ؛ نو تاسې هر يو د لوستلو پر مهال له ډول ډول ليكنو سره مخ شوي ياست، چې ځينې يې اوږدې او ځينې يې لنډې، ځينې يې معنا لرونكې او ځينې يې بې معنا، ځينې يې هنري او ځينې يې تاريخي، څېړنيزې او… دي، چې د همدغو توپيرونو په پام كې نيولو سره موږ كولاى شو دغه ډول ليكنو ته د مقالې، سرمقالې، سريزې، څېړنيزې مقالې، خبر، رپوټ، تبصرې، رسالې، كتاب، ډرامې، ناول، لنډې كيسې، خاطرې، رومان، تاريخ، فلسفې، ارواپوهنې او څه و څه نومونه وركړو او هر يو د خپل فن، پوهې او هنر په رڼا كې وڅېړو او بيا پرې كره كتنه او قضاوتونه وكړو؛ خو په دې ځاى كې زموږ موخه له دغو خبرو څخه يوازې او يوازې د ليكلو يا ليكنو ډولونه دي، چې موږ ورسره د مطالعې پر مهال مخ كېږو.

په هر حال كه چېرې موږ وغواړو همدغه ډول – ډول ليكنې سره ډلبندي كړو؛ نو بايد د يو شمېر آرونو او قواعدو  په چوكاټ كې دغه كار وكړو، د ساري په ډول لومړى بايد دې خبرې ته ځير شو، چې د دې ليكنې موضوع پر څه شي څرخي، ژبه يې څنګه ده (روانه، ساده او كه پيچلې)، په كوم چوكاټ كې ليكل شوې او ايا د كوم مېتود تابع ده او كه نه، ليكنه اوږده ده كه لنډه، مخاطبين يا لوستونكي يې څوك دي، ايا د هغوى د سواد كچه دومره ده، چې دغه ډول ليكنې هضم كړاى شي او كه نه؟

دا او دې ته ورته خورا ډېرې خبرې او پوښتنې دي، چې ليكوال يې بويه په پام كې ونيسي او له هغې وروسته خپله ليكنه وليكي؛ ځكه موږ پورته هم نغوته وكړه، چې ليكنې په فلسفي، رواني، سياسي، ادبي، تاريخي، هنري،عرفاني او … ډولونو باندې وېشل كېږي، چې د ټولو څېړل د خورا ډېرو څانګوالو كار دى.

ډېر ځله داسې هم شوي، چې ځينې ليكنې ډېرې پخې او په تول تللې وي؛ خو د خلكو په ذهن كې نه كښينې او هغه د چا خبره هېڅ ځاى نه نيسي. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې دغسې يوه پوهنيزه ليكنه د خلكو ذهن كې نه كښيني؟  په ځواب كې بايد ووايم، چې ليكوال پورته ټكو ته نه دى ځير شوى، په دې معنا هغه تر اوسه پورې د دې تفكيك او توپير نه دى كړى، چې مخاطبين يې څوك دي، كېداى شي د نوموړي لوستونكي د ټيټو ټولګيو ماشومان يا زده كوونكي وي؛ خو ده به ليكل د ليسې په كچه كړې وي او يا هم مخاطبين به يې د ليسې زده كوونكي وي؛ خو ده به د محصل د سويې په كچه ورته ليكل كړي وي، چې همدغه ډول ناغيړۍ ښې ليكنې هم د ناپوهېدنې قرباني كولاى شي.

د دې ټولو خبرو په پام كې نيولو سره موږ پورته د بيان د ډول خبره وكړه، په يوه ليكنه كې يوه بله مهمه مساله د بيان ډول يا كړندود دى، په دې معنا ليكوال بايد له موضوع سره سمه خپله ليكنه پر مخ بوځي، په ځينو ځايونو كې ان دومره جدي شي، چې د لوستونكي احساسات را وپاوري او په ځينو ځايونو كې بيا دومره طنزي شي، چې لږ تر لږه د خپل لوستونكي خوله، له خندا ډكه كړي او د څو شېبو لپاره يې د ستړيا احساس لرې شي؛ ځکه دا هغه څه دي، چې ليكنې ته رنګارنګي وركوي او لوستونكى له ځان سره ساتلى شي.

البته يوې خبرې ته مو پام وي، چې په ټولو ليكنو كې دغه ډول خبرې د تطبيق وړ نه دي؛ ځكه په يوې تاريخي ليكنې كې يا په يوې څېړنيزې ليكنې كې طنز هډو سوچه ځاى نه لري، موږ چې كله د دغه ډول آرونو په پام كې نيولو باندې ټينګار كوو، نو موخه مو يوازې او يوازې ادبې ليكنې دي نه نورې ليكنې.

پر همدې بنسټ د ليكوالۍ لمن ډېره پراخه او ستونزمنه ده، چې هر څوك يې د رانغاړلو وړتيا او استعداد نه لري او همدا لامل دى، چې زموږ د ډېرى ليكوالو ښې ليكنې د بې خونده ليكنو قرباني شوي دي او د هغوى له امله څوك د دوى ليكنې هم يا نه لولي او يا ورته په درنه سترګه نه ګوري؛ نو په كار ده، چې هر څوك هر ډول ليكنو ته لاس وانه چوي او يوازې له خپل مسلك سره سمې ليكنې وكړي؛ يعنې اديب ته په كار نه دي، چې د اقتصاد، سياست يا فلسفې په برخه كې ليكنې وكړي، په داسې حال كې، چې په اړه يې ټكى معلومات هم نه لري او يا اروا پوه دې تاريخي ليكنې وكړي. دا سمه ده، چې د بشري علومو لمن ډېر پراخه ده؛ خو دا په دې معنا هم نه ده، چې يو ليكوال دې ټولكمال شي او په هره برخه كې دې ليكنه وكړاى شي.

د دې لپاره، چې موضوع مې ډېره اوږده كړې نه وي د خپلې موضوع له منځپانګې سره سم به لومړى خاطرو ته مخه كړم؛ ځكه په ادبياتو كې خاطرې هغه په زړه پورې او زړه راښكونكې ليكنې دي، چې پر لوستلو يې پر ليكوال سربېره لوستونكو ته هم په لسګونو او آن په سلګونو خبرې ور په يادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx