نظــر

مطبوعاتي مبارزه؛ یو اغېزمن ګام!

طارق بدر

نه ټانګ، نه تیاره لرم او نه پر بدن زغره
وهم د خدای په مرسته له جهان سره ډغره
مستغفر

دا یوازې د جګړې په ډګر کې د حالت انځور نه دی، بلکې په فرهنګي برخه کې هم، تش لاس، بې تلویزونه، بې راډیو، بې اخباره، بې دفتره او په نشت همکارانو د خدای دې لښکر د طاغوت سلامت تبلیغاتي پروګرام نږدې له صفر سره ضرب کړ.

یو وخت مو یو ملګري چې په کمپیوټري پروګرامونو کې يې لاس چلېږي، یو اپلېکشن جوړ کړ؛ کوم مخالف ورته ویلي و، چې دا پلاني هېواد برابر کړی او شاوخوا پنځوس زره افغانۍ ورباندې مصرف راځي، خو هغه زموږ تر مخ په نشت امکاناتو حتی د ساتېري تر بریده په لاس وهلو داسې جالب او پراغېزه بلا وپنځوله!
د امارت نږدې ټوله مبارزه تر طرحې او پلانونو ماته پر توکل ډېره روانه ښکاري؛ نظامي لیکو کې بېلابېل دلایل پلمه کېدلی شي خو په فرهنګي برخه کې د نقد ځای شته او ګوته ورته نیول کېدلی شي.

د رسمي ویډیويي ادارو، الاماره، منبع الجهاد او الهجره تر څنګ چاپي خپرونې شهامت، څرک، مورچل، توره بوړه، حقیقت او الصمود او همدارنګه راډيويي هڅې په روان شل کلن انقلاب کې د اسلامي فکر او مبارزې د تبلیغ لپاره هغه لارې وې چې د ځوان نسل غوښنه برخه يې د مقابل لوري له فرهنګي تاړاکه وساتله او حتی له همدې چینلونو د وسله‌والې مبارزې لیکې پیاوړې شوې.

له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند» هشټاګ کې ملګرو په بېلابېلو ازادو کړیو سیمو کې له خلکو سره خبرې کړې وې، لنډ کلیپونه يې برابر کړي و، چې له همدې کلیپونو سره زموږ سترګور لیکوال مولوي صاحب عبدالرقیب رقیب په دې کلیپونو کې د شویو پوښتنو اړوند پوښتنه وکړه، چې ایا له ژورنالیستکي اړخه دا ډول مصاحبې کومه ستونزه لري او که نه؟

دوه کاله وړاندې طالب سرتېرو د کابل په لوېدیځه څنډه کې خپل فعالیت یو څه ډاګیز کړ، هغه وخت یو ویډیو کلیپ کې د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر مرکه کوونکی یو موټر چلونکي ته وايي:
ـ په خیر راغلې!
ـ خیر یوسئ!
ـ دلته مجاهدین ولاړ دي، ترې په تکلیف شوي خو به نه یاست؟
ـ نه
ـ ورسره خوشحاله یاست؟
ـ هو!
پوښتنې مې کټ مټ یاد ته نه راځي، خو دا وروستۍ پوښتنه مې دقیقه یاد ده، چې ځواب يې موټر چلوونکي زړه نا زړه ورکړ، ځکه هغه پوهېده چې طالب‌سرتېري خو دلته ولاړ دی، مګر زه خو ښار ته ور ننوځم، چېرته چې داسې سړي خور نظام حاکم دی چې همدا لنډ هو – نه مې هم د مرګ سبب کېدلی شي!

خپل سري کليپونه!
د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي کمیسیون ښايي حالاتو ته په کتو دا دلیل ووايي چې د امنیتي ستونزو له امله کارونه هغسې منظم نه دي، لکه چې باید وای؛ خو دا کلیپونه چې یا يې نظامي مجاهدين ډکوي یا يې هم فرهنګي ملګري له خپلو ادرسونو خپروي باید د ازادو فرهنګي فعالانو په سترګه ورته کتل شي، خو له اصطلاحاتو سره پکې پام پکار دی او همدارنګه له رسمي ادرسونو خپرول يې پکار نه دي.
مثلاً همدا اوس چې خواله رسنیو کې کوم هشټاګ روان دی، پکې خپاره شوي کلیپونه يې پورته یادې شوې ستونزې لري، د پروان په شینوارو کې یو تن مجاهد د لارې پر سر له موټر چلوونکو نه پوښتنې کړې چې همدا کلیپ کې يې مجاهد صاحب هم پرخپله ټویټر پاڼه خپور کړی، کلیپ د ارګوالو د دعوې چې ګواکې مجاهدین له خلکو سره نامناسب چلند کوي، غبرګوني اقدام ښکاري او د ویډیو مرکه کوونکی غواړي دا ادعا يې دروغ ثابته کړي، هغه له څو موټر چلوونکو نه تکراري او جنجالي پوښتنې کوي، مثلاً:
ـ له تاسې سره د مجاهدینو چلند څه ډول دی؟
ـ ښه دی.
ـ د اسلامي امارت له مجاهدینو نه خوشحاله یاست؟
ـ هو!
ـ مشکل خو به نه وي؟
ـ نه! مشکل نشته.
دلته نو موټر چلوونکی کله زړه کولی شي چې وسله په لاس یا هم د وسله‌وال په څنګ کې ولاړ کیمره مین ته وايي چې – نه -؛ خو که هو وايي بیا يې په داسې کابل ور مخه ده چې د واکوالو يې پر همداسې وینو پایښت دی.

په ورته ډول د میدان وردګو په دشت ټوپ سیمه کې یو مرکه کوونکی د تېلو د ټانک له مالکه پوښتي چې د پوستو په واکمنۍ کې يې ژوند څنګه و او اوس څنګه دی، هغه ښه زړه ور غږېږي خو له خبرو سره ډېر پام کوي او څو ځایه تکراروي – اول خو زه وایم چې خدای دې دا مسلمانان سره جوړ کړي – وروسته بیا یوه ستاینه کوي، حتی د طالبانو نوم واضح نه شي اخیستلی او وايي: موږ د امارت له خلکو نه ډېر خوشحاله یوو!

په همدې سیمه کې په کلیپ کې فکر کوم همدا مرکه کوونکی دی، له یو تن نه پوښتي چې د کابل ادارې ته څه پیغام لرئ؟
هغه زړه نا زړه له نیم ژواندي خندا سره وايي: د کابل ادارې ته وایم چې تسلیم شي…
نو مهمه دا ده چې داسې مرکې یا د ازادو کلیپونو په نامه چې د امارت له رسمي ادرسونو یا رسمي اشخاصو ادرسونو څخه نه وي خپرې شي او مسؤلیت هغه چاته متوجه شي چې د ازاد فرهنګي په نوم دا فعالیت کوي او که امارت دا ډول فعالیت نا مناسب بولي باید مخه يې ونیول شي او مسلکي کار وشي؛ یا دې هم په دې برخه کې ټاکلي پوښتنې یا حد اقل د پوښتنو څرنګوال مشخص کړی شي یا دې هم د مرکه کوونکي پوښتنې کټ او یوازې د مرکه کېدونکي نظریات پرېښودل شي!

په دا ډول کلیپونو کې چې له ازادو شویو سیمو د طالب او ولس تر منځ د تړاو اړوند مناسب تصویر خپور شي باید لاندې ځینې ټکي په پام کې ونیول شي:
ـ د دې پر ځای چې څوک د حالاتو اړوند را وغږول شي، ښه به وي چې حالات په کلیپونو کې وښودل شي، هم به د چا ژوند ته ممکن ګواښ نه وي او هم به لیدونکی پخپله پوی شي چې په سیمه کې څه روان دي؟

ـ که ویډیو کونکی انګېري چې یوازې له سایلینټ کلیپ نه به ليدونکی سم پیغام وانه خیستلی شي کولی شي چې پخپله ورسره تبصره وکړي او تر دې وړاندې وضعیت سره يې مقایسه کړي.

ـ هغه دوکانونه، کورونه، پولې پټي، لويې لارې… چې د پوستو د واکمنۍ پر وخت د خلکو له شوره لوېدلې وې عکاسي کولی شي؛ مثلاً یوازې د کابل – کندهار پر لویه لار د سالارو سیمې د دېوالونو عکاسي هم دا پیغام رسولی شي چې دلته څه تېر شوي او بیا وروسته له بازاره لنډ کلیپ لیدونکی پوهوي چې خلک څنګه بېرته په ژوند راغلي؟
ـ له یوه وران مسجد، منبر، منارې او مدرسې عکاسي او بیا بېرته کتاب پر لاس د یو ماشوم تصویر ښوودل!

ـ د مجاهدینو او عامو وګړو د ګډو فعالیتونو عکاسي؛ مثلاً جومات کې د لمانځه پر مهال؛ له دوکانه د سودا اخیستلو پر وخت؛ پر ځنځیر د پوښتنې کولو پر وخت… دا ډول عکاسي هیڅ تبصرې ته اړتیا نه لري او ښه به وي چې د دې عکاسي لپاره صحنې طبعي او بې پامه وي؛ نه مصنوعي!

که هرو مرو د وضعیت په اړه له خلکو پوښتنې کوو، نو مهمه ده چې دا ډول پوښتنې وشي، مثلاً:
ـ د تېر کال د دې شپو او ورځو او سږ کال د دې شپو او ورځو کوم توپیر شته؟
ـ که حالات د تېر کال په څېر پاتې وای، په کاروبار کې به دې پرمختګ راغلی و که تاواني کېدلئ؟
ـ کله مو دا فکر کړی و چې دا حالات به دومره ژر بدلېږي؟
ـ تاسې وېرېدئ چې حالات په خرابېدو دي کنه؟ اوس څه فکر کوئ؟
ـ که ته زموږ مشر وای؛ نو په دې سیمه کې چې ملګري فعالیت کوي هغوی ته به دې څه ویل غوښتل؟
ـ زموږ ملګري د جنګ ملګري دي، دا ساحه د جنګ وه، کومه ترخه خاطره خو به نه لرئ؟

یو وړاندیز:
د افغانستان اسلامي امارت د ولس د هیلو، ارمانونو او تکيې یوازینی ادرس دی؛ لکه څومره چې نظامي برخه مهمه ده ښايي موازي ورسره فرهنګي او فکري برخه هم مهمه وي، په دې نشتو امکاناتو او نسبتاً ګډوډو فعالیتونو چې دښمن مطبوعاتي ماتې مني دا د الله جل جلاله ځانګړی فضل دی، خو که په دې برخه کې یا مسلکي کارکوونکي جذب شي، یا هم شته مسلکي کسان ساحو ته ولېږل شي، یا هم په ساحو کې بوخت کسان مسلکي وروزل شي او ژورنالیستکي سیمینارونه ورته برابر کړل شي اغېز به يې تر دې هم زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx