
اسراییل قطر او الجزیره د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل
نن ټکی اسیا(سه شنبه،د چنګاښ۳۱مه،۱۳۹۳ل): د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر لیبرمان ویلي، چې قطر هیواد په منځني ختیځ کې د ټولو تروریستې ډلو ؛په ځانګړې توګه په فلسطین کې د ده په وینا د حماس ډلي مالي او سیاسي ملاتړ کوي.او غوښتنه یې وکړه،چې نور دې په اشغال شوی فلسطین (اسرائیل) کې د الجزیره تلویزون چي له قطر څخه خپرونې کوي، باید بند سي او د دغه تلویزیون خبریالان او کارکونکي دي له هیواده وشړل شي.
نوموړي تور ولګاوه، چې الجزیره ژورنالیستیکي کار نه کوي، بلکي د خپلو کتونکو دماغونه مینځي او د ده په وینا هغوی تروریزم ته هڅوي.
اسرائيلي وزیر لیبرمان دا څرګندونې تېره ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وکړې.
د نوموړي له څرګندونو یوه ورځ وروسته «نن» په غزه کې د الجزیره تلویزون رسنیز دفتر د اسرائیلي الوتکو له خوا په ډزو ویشتل شوی. اسرائیلو له برید وروسته د الجزیزه پر سېمه یېز دفتر له برید سمدستې وروسته دا د خبرداري ډزې وبللې او ګواښ يې وکړ،که الجزیره خپله تګلاره بدله نه کړي، کیدای شي تر دې سخت ګوزار وویني.
بل لور ته بیا د الجزیري تلویزوني شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې که د دوی کارکوونکي له کوم ګواښ سره مخ شول؛نو د دوی پړه او ټول مسؤولیت به د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر او پر صهیونیسیي رژیم پر غاړه وي.
د الجزیزې او اسرائیلو ترمنځ ستونزه دا په داسي حال کې راپورته کېږي،چې اوس هم د اسرائیلو له خوا د غزې پر مختلفو سیمو باندي بمبار روان دی او د بمبار له پیله څخه تر اوسه له ۶۰۰ زیات ولسي وګړي شهیدان شوي دي، چې زیات شمېر یی ماشومان او ښځې دي.
په ورته وخت کې، د حماس ډلي پوځي څانګي کتایب القسام وویل چې په غزه باندي د اسرائيلي ځواکونو له خوا د ځمکني برید له پیله تر اوسه دوی ۵۲ یهودي عسکر وژلي دي او په سلګونو نور یې ټپيان کړي دي.
که څه هم اسرائیل د خپل پوځ په منځ کې د مرګ ژوبلي خبرونه د خپلو عسکرو د پوځي مورال د ساتلو په موخه نه خپروي؛ خو پر دې سربیره بیا هم اړ شول،چې لومړی دوه ورځي وړاندي د ۱۳ عسکرو او بیا د ۵ او نن ورځ د ۲ عسکرو وژل کېدا ومني.
د الجزیره تلویزون له لورې د اسرائیلي رسنیو په حواله، په یو راپور کې راغلي، چې د اسرائیلو رسنۍ او عام اسرائیلیان د خپلو جنرالانو او حکومت په خبرو دومره باور نه لري، لکه د حماس د ډلي په رسمي بیانونو او خبرونو باندي، ځکه چې اسرائیلي جنرالان د خپلو عسکرو او نورو یهودانو د مورال لوړولو په خاطر تل د مبالغې څخه کار اخلي.
دوه ورځي وړاندي کتایب القسام اعلان وکړ چې دوی یو اسرائیلي عسکر ژوندی نیولی، خو اسرائیلو لومړی دا رد او بیا پوره دوه ورځي وروسته ومنله چې ددوی عسکر د فلسطینیانو له خو برمته شوی.
د یادوني وړ ده، له کله نه چې د اسرائیلي ځواکونو په منځ کې مرګ ژوبله زیاته شوی او هم مهاله ورسره د فلسطین له خوا مجاهدینو توغندیز بریدونه توند کړي، د امریکې او مصر په شمول ټول غربي هیوادونه په دې لټه کې دي چې حماس په دې قانع کړې تر څو نور د یهودانو په ښارونو توغندۍ ونه توغوي.
خو د حماس ډلي مشر اسماعیل هنیه تیره ورځ وویل چې دوی یوازي هغه وخت په اوربندۍ راضي کیږي، کله چې په غزه باندي د اسرائیل له خوا عملیات ودرول شي او هغوی دا وعده وکړې چي بیا به دا سی برید نه تکراروي او همداسي باید د فلسطین کلابندۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.
که پر غزه باندي له یوه اړخه د اسرائیلو له خوا هوايي بمبار او بریدونه روان دي له بلې خوا د مصر حکومت هغه یوازیني لاره چې غزه له نوري نړۍ سره تړي، باندي تړلې، چې له امله یې په غزه کې پر مېشتو مسلمانانو ژوند نور هم سخت شوی او له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره لاس و ګریوان دي.