افغانستان

ترکيې او امريکا د کابل هوايي ډګر د امنيت ساتلو په کاري دايرې هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو د کار دايرې په اړه له امريکا سره هوکړې ته رسېدلي دي.

ولسمشر اردوګان ويلي، په دې اړه د ترکيې او امريکا دفاع وزیرانو ډېر بحثونه کړي دي.

ترکيه غواړي، چې د کابل هوايي ډګر د امنيت منلو له لارې له امريکا سره خپلې اړيکې غښتلي کړي.

د ترکيې ولسمشر زياته کړې، چې دوی د خپلو پوځيانو د کار دايره معلومه کړې، له امريکا او ناټو سره يې خبره کړې، چې کوم کار به کوي او کوم به نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې رجب طيب اردوګان تر دې وړاندې تېره مياشت د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې هم د ناټو چارواکو د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره د کابل هوايي ډګر د امنيت ساتلو په اړه سلا مشورې کړې وې.

د کابل هوايي ډګر د امنيت ساتلو چارې د امريکايي پوځيانو پر غاړه دي، د امريکا او ترکيې تر هوکړې وروسته د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به دا چارې د ترکيې پوځيانو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د ترکيې د دفاع وزير خلوصي اکار هم ويلي و، چې له امریکا سره يې خبرې روانې دي او که يې شرطونه ومنل شي، نو د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر امنيت چارې پر خپله غاړه اخیستی شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له دوام سره جوخت د کابل هوايي ډګر د امنیت د خوندي ساتلو موضوع په یوه تر ټولو مطرح کېدونکي بحث بدله شوې.

د کابل نړیوال هوایي ډګر د لویدیځو دولتونو د ډيپلوماټانو او خیریه مؤسسو د کارکوونکو لپاره د تګ راتګ مهمه لاره ده.

داسې اندېښنې هم شته، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته به ښايي طالبان د کابل حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر ولکه ټينګه کړي او له همدې امله امريکا او ناټو غواړي، د دې هوايي ډګر امنيت ترکي پوځيانو ته وسپاري.

د کابل حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی.

طالبانو بیا خبرداری ورکړی، چې ترکیه کې دې خپل عسکر د دوحې تړون له مخې له افغانستانه وباسي.

دوی ګواښ کوي، چې د بهرنیو‌ پوځيانو په وړاندې ودرېږې او هر هیواد که خپل پوځيان په افغانستان کې پرېږدي، نو د «اشغالګرو» په سترګه به ورته وکتل شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

که ترکان په دیپلوماتیکه ژبه پوه نشول اودخپلو ګټو او د امریکا او ناټو څخه یی دامتیازاتو په اخیستلو سره یو عسکر زموږ په خاوره کی پریښود نو طالبان دداسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چی تل تر تله یی په یاد وساتی ځکه دکله خام مسمانان تر کفارو ډیر مضر دی

pattang

سر فراز خانه ژوندی اوسې ! ترکان د اشغالګرو ملګري او متحدین دي او په اشغال کې شامل دي نو ددوحې دتړون په اساس ترکان باید پر دې پوه شي چې اشغالګر او ملګري یې نور طالبان په خپل هیواد کې نه پريږدي !

محمد صالح

د ترکانو هغه پخواني فکرونه په ذهنونو کي دي چي دلته به یې پادشاهۍ کولې. هغه ترکان مومن مسلمان ترکان وه چي ټول نور مسلمان ملتونه به یې په غیږ کي نیول. پښتنو د ترکانو په صفوفو کي رزمي فنون زده کړل او بیا ځیني یې د هند تر امپراورۍ ورسیدل.خو دا د استنبول ترکان نه هغسي مسلمانان دي او نه هم هغسي انصافداره. دوئ اسلامي هسپانیه د کلیسا سره په استنبول سودا کړل او بیا یې د سلطان محمد خاین د خیانت پټولو لپاره یې موضوعي احادیث هم جوړ کړل. تر انګلیس او برطانیا دا ترکان زر کوټي بدتر… نور لوستل »

جلتل

بسم الله الرحمن الرحيم دي كى خو هيڅ شک نشته چی دا به د ترکانو ډیره غټه نظامی، دینی او تاریخی غلطی وی چی خپل عساکر د افغان مجاهدینو په لاس وژلو ته برابر کړی. دی سره به ان شاءالله د اردوگان او ترکیی حیثیت او محبوبیت ان شاءالله د ترکیی په داخل او خارج کی به ډیره غته ضربه وخوری. خدای وکی چی ترکان د عقل نه کار واخلی او ځان د الله او خلک په مقابل کی شرمندگی نه وساتی. خو هغه حدیث شریف چی: «قسطنطنیة به فتح شي، نو بهترین امیر به د دوی امیر وي او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x