نړۍ

دچین مرستیال لومړی وزیرپاکستان ته راځی

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵)اسلام اباد: دپاکستان حکومتي رسنیو خبرورکړی دی چي سبا ته دچین هیواد مرستیال لومړی وزیر پاکستان ته رارسیدونکي دي،

دچین مرستیال وزیر په داسي وخت کی پاکستان ته راتلونکی دي، چي دپاکستان اوامریکي اړیکي دتاریخ ترټولو خراب پړاوته رسیدلي دي، امریکه تورلګوی چي دپاکستان حکومت اوڅارګره اداره یی دافغاني طالبانو له حقاني ډلي سرنژدی اړیکي لري او ورسره مالي اوعسکري مرستي کوي، خوداپاکستاني چارواکوله لوری دامریکایانو تورونه په کلکه سره ردشوی دی.

نن په پاکستان کی دپاکستان دفوځ لوی درستیز جنرال کیاني له لوري دفوځي لوړرتبه چارواکو بیړني غونډه راغوښتل شوی وه، دغونډي په اخیر کی یوه اعلامیه خپره شوه چي په هغي دامریکي له لوري دلګول شویو تورنوپه کلکه سره مخالفت وکړل شو، دفوځ لوی درستیز جنرال کیانی زیاته کړه دامریکي له لوري پرپاکستان باندی لګول شوی تورنه هیڅ اساس نه لري اوهیواد یی له حقاني ډلي سره هیڅ ډول اړیکي نه لري.

له بله لوري نن دپاکستان لومړی وزیر په هیواد کی دټولو سیاسي ګوندو یوه بیړني غونډه راوغوښته ترڅو دامریکي اوپاکستان ترمنځ دراپورته شوي سیاسي بهران په اړه دهیواد سیاسي ګوندونه په اعتمادکی واخلي، نن دپاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانی دهیواد دبهرنیو چارو وزیري ته هم خبرداري ورکړی چی ژرترژره هیواد ته راستنه شي، دپاکستان دبهرنیو چارو وزیره ونیویارک ته په سفرتللی وه اوداسي ګومان کیده چی درواني میاشتي پر ۲۷ نیټه به دملګروملتونود اسمبلي په عمومي غونډه کی برخه اخلی،   خو نن دګیلانی له لوري ورته ددوري دختمولو امروشو.

له بلي خوا نن امریکایی چارواکو یوځل بیا پاکستان باندی غږوکړ چی له دوو لاري څخه باید یواځی یوه لاره انتخاب کړي، یاخودی له امریکایی اتلاف اویا هم له حقانی ډلي سره په څنګ کی ودریږي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x