
انګلستان پاکستان ته دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه او سیریز یې وګاټه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د انګلستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې چې په لارډز لوبغالي کې ترسره شوه، انګلستان د ۵۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه او سیریز یې وګاټه.
د پاکستان کرکټ لوبډلې توپ وهونکي یو وار بیا د انګلستان کمزوري توپ اچونکو پر وړاندې بې بسه شول او د ۲۴۸ منډو هدف یې بشپړ نشو کړای.
دغه لوبه د اورښت له کبله ۴۷ اورونو ته راښکته شوې وه چې انګلستان په ټاکلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۷ منډې وکړې، ددوی له لوري زیاتې منډې فیل سالټ (۶۰) او جیمس وینس (۵۶) وکړې.
د پاکستان له لوري حسن علي په زړه پورې توپ اچونه وکړه چې ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې، نوموړي په ۹.۲ اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې.
د هدف په تعقیب کې پاکستان یو وار بیا د سر لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل او په ۴۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۵ منډې وکړې.
په دې سره انګلستان لوبډله وتوانېدله د پاکستان پر وړاندې د ۵۲ منډو په توپیر بریا خپله او سیریز په خپل نوم کړي.
د یادونې وړ ده چې د انګلستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ لومړۍ ورځنۍ لوبه چې په کاردیف ښار کې ترسره شوې وه، په ستر توپیر انګلستان ګټلې وه.
انګلستان یوازې دوه ورځې وړاندې هغه مهال د پاکستان پر وړاندې سیریز لپاره بشپړ نوې لوبډله اعلان کړه چې په اعلان شوې لوبډله کې د کرونا مثبتې پېښې ٍثبت شولې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۱۳مه په برمنګهم لوبغالي کې ترسره شي چې له هغه وروسته به د درې شل اوریزو سیریز هم ترسره کیږي.