دیني، سیرت او تاریخ

د عکا ښار محاصره او د صلاح الدين ايوبي رحمه الله استخباراتي تکتيک

نصير تکل
کله چې صليبيانو د عکا ښار محاصره کړ، د محاصره شويو مسلمانانو سره خوراکي توکي او نور اړين تجهيزات مخ په خلاصيدو شول؛ نو د سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله استخباراتي کارمندانو په (۵۸٦ هـ) کال په بيروت ښار کې يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، د خوراکي موادو او ضروري سامان آلاتو څخه يې ډکه کړه، د مسلمانانو يوه داسې ټولى ته يې ورکړه چې د مخالفينو لباس يې اچولى و، ږيږې يې خرېيلې وې، په غاړو کې يې د صليب نښانونه اچولي وو، د کشتۍ بهرنۍ برخه يې له خنزيرانو ډکه کړه.

کله چې کشتۍ د عکا ښار ته ورسېده، په ډېره بېړه يې کشتۍ غاړې ته کړه او راوړي خوراکي توکي يې محاصره شو مسلمانانو ته ورسول.

صلاح الدين ايوبي داستخباراتو يو منظم ګروپ درلود، چې هغه د (يزک) په نوم شهرت درلود، يزک اصلاً فارسي کلمه ده، چې په عربي کې ورته طلائع الجيش ويل کيږي، ددې استخباراتي قطعې اعضاء به هغه کسان وو، چې د خورا لوړې جنګي تجربې، خيرخواهي، پوهې او ځيرکتيا څخه به برخمن وو، دې کسانو به په جنګ کې برخه نه اخېسته، ددې استخباراتي قطعې هدف د دښمن قوت معلومول او د هغوى کمزورې نقطې کشف کول وو.

ددې استخباراتي قطعې مشري به صلاح الدين ايوبي يو داسې چاته سپارله چې هغه به دده په ملګرو يا قوماندانانو کې امتيازي شان درلود. صلاح الدين ايوبي رحمه الله به په خپلو ټولو جهادي تدابيرو کې له استخباراتي کارمندانو استفاده کوله، بلآخره پدې وتوانيد چې فلسطين د صليبيانو له قبضې خلاص کړي.

په اسلام کې داستخباراتو نظام ص ۱۵٦_۱۵۷
المخابرات في الدولة الاسلامية ص ۱٦٦

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx