افغانستان

د بهرنيو تخنيکي قراداديانو په وتلو د افغانستان هوايي ځواک له ننګونو سره مخ کېدای شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې د ټولو بهرنيو پوځيانو سربېره هغه قراداديان هم له افغانستانه وځي، چې د کابل حکومت د هوايي ځواک د الوتکو او چورلکو د ترميم په برخه کې يې کار کاو.

د امريکا له ويرجينيا ايالته خپرېدونکې «پوليټيکو» مجلې ليکلي، د امريکايي ولسمشر جو بايډن سترګې د افغانستان هوايي ځواک ته دي، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته به د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي، خو د تخنيکي قراداديانو له وتلو وروسته به افغان حکومت د دې وړتيا ونه لري، چې خپلې خرابې شوې الوتکې او چورلکې په خپله ترميم کړي او په دې برخه کې به له سختو ننګونو سره مخ شي.

د مجلې په مطلب کې راغلي، تر دې وروسته به دغه تخنيکي متخصصين د انټرنيټ پر مټ له افغان انجينرانو سره مرسته کوي او له دې لرې به يې لارښوونه کوي، چې دا ډېر ستونزمن کار دی.

په دې مطلب کې د ولسمشر جو بايډن او د پنټاګون هغو څرګندونو ته هم اشاره شوې، چې د افغانستان پوځ د طالبانو د پرمختګونو د مخنيوي توان لري.

خو پوليټيکو خپرونه وايي، د وروستيو ۲۵۰۰ امريکايي پوځيانو او قرداديانو وتل د افغانستان پر هوايي ځواک ناوړه اغېز کوي؛ ځکه که دوی نه وي د افغان هوايي ځواک خرابې چورلکې جوړول به ستونزمن وي او دوی به د تجهیزاتو په برخه کې له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شي.

داسې اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي، که د کابل حکومت هوايي ځواک په کور دننه تخينيکي انجينران پيدا نه کړي، د ماموريت چارې به يې سختې شي او د طالبانو د پرمختګونو په مخنيوي کې به پاتې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx