ورزش

د دولت ځدران تندریزو شپږیزو زمبابوۍ ماته کړه

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۳): افغانستان نن زمبابوۍ ته په یوه سخته سیالۍ کې ماتې ورکړه.

د دولت ځدران وروستیو ۴ شپږیزو مړژواندی افغانستان بېرته ژوندی کړ.

افغانستان تردې دمخه د څلورو سیالیو له منځه دوه سیالۍ بایللې وې.

افغانستان سره نن قسمت یاري وکړه، پچه يې وګټله او د بالینګ کولو پریکړه یې وکړه.

د زمبابوۍ پيل ښه و، خو لومړۍ مهمه ویکټ سکندر رضا یې په ۱۱ منډو وسوځېد. د سکندر رضا د سوځېدو وروسته مسکزاد او ټایلر په ګډه لوبه پیل کړه، دوی دواړو تقریبا ۱۰۹ منډې جوړې کړې، مسکزاده ۸۴ او ټایلر ۵۳ منډې جوړې کړې.

د زمبابوۍ په لوبډله کې نور لوبغاړو نسبتا ښه لوبه وکړه، داسې ښکاریدله چې شاید زمبابوۍ افغانستان ته ۲۸۰ یا ۲۹۰ منډې هدف وټاکي خو افغان بالرانو په وروستیو اورونو کې د زمبابوۍ لوبډله تر فشار لاندې راوستله. زمبابوۍ په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۲۶۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې ۲۶۲ منډې هدف وټاکه.

افغان بالران کې دولت ځدران او افتاب عالم دوه دوه ویکټې، شرف الدین او نبي یوه یوه ویکټه واخېستله.

افغانستان د زمبابوۍ په ځواب کې بیټنګ خورا ښه او تېز پیل کړ. جاوید احمدي او عثمان غني د لوبې پیل وکړ، دوی دواړو په کډه ۸۳ منډې جوړې کړې. عثمان غني په ۴۳ منډ، د ویلیمز په بال کیچ شو او وسوځېد. د عثمان غني د سوځېدو یو اور وروسته په همدې ۸۳ منډو نورعلي په صفر وسوځېد. افغانستان له ښې لوبې کولو وروسته د زمبابوۍ تر سخت فشار لاندې راغی.

د نور علي له سوځېدو وروسته سمیع الله شینواری میدان ته راغی، نوموړي چې تېره لوبه کې نه و ځلېدلی نن یې ښه لوبه وکړه. شینواري په ۷۰ بالونو ۴۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان هغه مهال نور هم تر فشار لاندې راغی چې عثمان غني او ناصر جمال يې له لاسه ورکړل.

په ۱۶۶ مجموعي منډو د افغانستان څلور لوبغاړي سوځېدلي و، چې کپتان محمد نبي بیټنګ ته راووت.

نبي د خپل عادت سره سم تېز بیټنګ پیل کړ، نوموړي په ۴۰ بالونو ۴۲ منډې جوړې کړې او رن اوټ شو.

شفیق الله شفق ۳ منډې وکړې او وسوځېد.

د نبي د سوځېدو سره د افغانانو زړونه مات او داسې يې انګېرله چې ګوندې افغانستان ګټلی میچ له لاسه ورکړ.

د خلکو سترګې نبي ته وې، دولت ځدران یې له یاده وتی و، نه هم دولت ته د چا پام و، دولت ځدران ایله ۷ بالونه ووهل چې په دې کې یې ۴ شپږیزې ووهلې.

د افغانستان ۲۵۵ منډې وې او ۸ ویکټې غورځېدلې وې. ۶ بالونه او ۷ منډې پاتې وې. په لومړي بال شاپور ۲ منډې او په دوهم ۱ منډه وکړه. ۴ منډې او ۳ بالونه پاتې شول، درېیم بال باندې دولت منډه جوړه نه کړله او په څلورم بال يې بال د میدان څخه بهر وغورځولو او یوه قوي شپږیزې وهلو سره یې افغانستان ته بریا ورنصیب کړه.

افغان لوبډلې د کرکټ مینوالو توقعات پوره او د لومړۍ درجې لوبډلې څخه یې سیالي وګټله.

افغانستان بله سیالي د زمري په ۲مه (جولایي ۲۴مه) لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx