افغانستان

کابل کې د هوايي ځواک یو پیلوټ وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د هوايي ځواک یو پیلوټ ترور شوی دی.

دا پېښه تېر ماښام د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند «بني حصار» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د هوايي ځواک پیلوټ تورن عزیز الله  باندې برید وکړ.

په دغه برید کې پیلوټ تورن عزیز الله ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

ددې برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې وژل شوی پیلوټ د ولسي خلکو په کورونو په ګڼو بمبارونو کې ښکېل بللی دی.

په یو جلا خبر کې نن سهار د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند «قلعه احمدخان» سیمه کې ناپېژاندو وسله د دفاع وزارت په دوو منسبوبینو کې ډزې کړي دي.

د ډزو په دغه پېښه کې یو امنیتي منسوب وژل شوی او بل ټپي دی، چې له پېښې وروسته بریدګر هم په تېښته بریالي شوي دي.

په کابل ښار او ټولو ولسوالیو کې د موټر سیکلونو په ګرځولو د بندیز سربیره کابل ښار او شاوخوا سیمو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې زیاتې شوي، چې له امله یې اوس زیاتره دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د رسمي یونیفارم پرځای ساده جامو کې خپلو دندو ته تګ راتګ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

طالبانو له تیرو شلو کلونو را په دی خوا داسی کوم کارنه ده کړی چی ولس او ملت دی فخر ورباندی وکړی هیمشه یی د افغانستان شتمنۍ له منځه وړی، په روانه جګړه کی پړه د پیلوټ به غاړه نه بلکه د جګړی د عواملو دتهیه کونکی په غاړه ده او داواضح خبره ده چی د جګړی لامل په دی خاوره کی طالب ده، تاریخ خپل قضاوت حتما تر سره کوی او داټول جنایتونه به د تاریخ په پاڼو کی د طالب په جم کی قید او درج کړای شی.

غوربندي

پیره

تر دې لوی افتخار چېرته دی چې په ولسی وګړو د بمباریو هواباز یې د خپلو وحشي اعمالو په سزا رسولی دی.

ته راځه چې زمونږ لوستونکو دې هم ورپام کړ،، تر څو ددې ډول هوابازانو لست او د هستوګنې ادرسونه په دې وسیله طالبانو کرامو ته وسپارو.

ورته خبرونو ته سترګې په لار اوسه.

قدم راواخلی !

Karwan

پير محمد خانه، که په افغانستان کي څوک دافتخار وړوي، نو هغه به په اوسني عصز کي يواځي او يواځي طالبان وي. دافغانستان بيرته استقلال تر لاسه کول د ۴۹ يرغلگرو هيوادونه کوم ساده کار ندي او نه دخولي خبري. دتاسو لپاره مادیات، عياشي، فحشا او بيدني مهم تکي دي، نه معنويات! فحشا، بداخلاقي او بيعدالتي مو ترويج کړه. دښځو دحقوقو پر ځاي مو ښځي ووژلي، بمبارد او جنسي تيري مو پري وکړل. ارگ موپه فحشا تبديل کړ، مسجد او مدرسي مو بمبارد کړي. هتا دهغو عسکرو په کونډو مو جنسي تيري وکړل، کوم چه ستاسو لپاره ئي ځان قرباني… نور لوستل »

عبدالرقیب

پیر محمده ځوانه خبري داسي کوې لکه چي خدای پاک د قضاوت قدرت یوازي تا ته درکړی وي او نور ټوله کاڼه او بېعقلان دی او یوازي یې سترګي دومره کار کوي چي ستا لیکنه ولولي او وې مني. ته اوس په دې هم نه پوهیږي چي په افغانستان کي د جګړې عامل د کابل ادارې بې کفایتي، ظلم او فساد دی چي بهرني مربیانو یې هم اقرار پر کړی دی. د جګړې عامل د وزارت داخلې هغه پالیسي وه چي دا قومندانیاني به یې په ټیکه ورکولې، د پښتنو سره به یې تبعضي چلند کاوه، د اسلامي ارزښتونو سپاکاوی… نور لوستل »

pattang

نر کار یې کړی دی څوک چې اولس بمباروي مرګ یې روا او عاملین یې غازیان دي ! کله به غني ، حمدالله اوفاسد زنکباز فضلي جهنم دوزخ ته ځي !!

محمد صالح

د کور څښتن چي خپل کور ته د دروازې پر ځای د تیغې له پاسه داخل سي نو بیا دي د بل څخه ګیله نه کوي چي د راتګ لپاره دروازه ولي نه کاروې.. په کابل کي ترورونه او هدفي وژني د کابل ادارې پیل کړې او ترور یې رواج کړ اوس دي نو ځانونه ورته ټینګ کړي

دکتور مجاهد

د اشغلګرو لخوا د غلام پیلوت روزنه او کارول لکه د ماشی مثال لری یعنی پیلوت د خلکو مستقیم قاتل شمسرل ګیږی د ده وژل تر نورو عسکرو دیر ثواب لری خکه دوی دسته جمعی قتل کوی او هر بم یی د بی شمیرو تلغاتو او خساراتو سبب جوړییږی
نو د هر پیلوټ وژل د هغه جنګی الوتکی رانسکورول دی یعنی دغه مجاهدینو پیلوټ نه بلکه الوتکی هم ویشتلی دی که وسه یی ورسیږی طالبان باید دا کار تل وکړی پخپله الوتکی یا هوایی قوی فلح ده .

مجاهد

د پیرمحمد دی خبری چه طالبانو تر اوسه څه کړی ؟ پوری یوه قیصه راپه یاده شوه، د داودخان د دوری په اوایلو کی (چه لوړبوړی او منځپوړی چارواکی یی ټول کمونستان وو ) کنړ سالار باغ کی د نجارۍ حجارۍ یوه کارخانه جوړه شوه چه د کورونو کړکۍ ، دروازی او داسی نور څه به یی جوړول په اړه یی د ولایت کمونستو مشرانو کنفرانس جوړ کړی وو یو کمونست د پیرمحمد په شان په ډیره بیحیایی مجلس کی مسلمانان خطاب او ویی ویل چه : [[ زموږ سایس او تکنالوژس داسی کارخانی جوړی کړی او جوړوی ستاسی پیغمبر… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x