ورزش

د میسي اوږد انتظار پای ته ورسېد، ارجنټاین د کوپا امریکا اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ارجنټاین فوټبال لوبډلې د کوپا امریکا اتلولۍ پایلوبه کې برازیل لوبډلې ته په ۱-۰ ماتې ورکړه او ددغه جام اتلولي یې خپله کړه.

د ارجنټاین بریا د برسلونا مخکښ لوبغاړي لیونل میسي لپاره ځانګړې بریا وه چې وتوانېد له ۱۶ کلن انتظار وروسته بالاخره د لومړي ځل لپاره د خپلې لوبډلې ارجنټاین لپاره جام راوړي.

کله چې لوبڅار له ۹۰ دقیقو وروسته لوبه پای ته ورسوله، د ارجنټاین ټولو لوبغاړو میسي په غیږه کې ونېوه او له خوښۍ یې پورته پورته وغورځوه.— فوٹو: اے ایف پی

میسي د کوپا امریکا اتلولۍ ۲۰۲۱م کال تر ټولو زیات ګول وهونکی (۴)، او زیات ګول پاس ورکونکی (۵) لوبغاړی و چې د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د کوپا امریکا جام پایلوبه کې د ارجنټاین له لوري انخیل دي ماریا په ۲۲مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه او ارجنټاین لوبډله یې مخکې کړه، دغه یوازینی ګول تر پایه ودرېد او بالاخره برازیل په ۱-۰ ماتې ومنله.

په یادې بریا سره د ارجنټاین لوبډلې ۲۸ کلن انتظار هم پای ته ورسېد، چې له دې وړاندې يې په ۱۹۹۳م کال کې میکسیکو ته په ۲-۱ ماتې ورکولو د کوپا امریکا جام ګټلی و.

باید وویل شي چې د تېر کال په کوپا امریکا اتلولۍ کې برازیل ارجنټاین لوبډلې ته نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه او بیا یې اتلولي هم خپله کړه.

لیونل میسي په ۲۰۰۷، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کې هم د کوپا امریکا جام پایلوبو ته لار موندلې وه خو په وروستیو شېبو کې یې بریا له لاسه ورکړې ده.

ارجنټاین لوبډلې د ۱۵م ځل لپاره د کوپا امریکا جام اتلولي خپله کړه چې د اوروګوای لوبډلې سره یې دغه ریکارډ مساوي کړ.

د یادونې وړ ده چې د کوپا امریکا جام په برازیل هېواد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، د یاد جام پایلوبه د برازیل په مارکانا لوبغالي کې ترسره شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x