روغتیانړۍ

پاکستان کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوي، حکومت د نوي بندیزونو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د مې له ۳۰مې نیټې وروسته د کرونا مثبتو پېښو اوسط په لومړي ځل له ۴ سلنې لوړه شوې ده.

د یاد وزارت د تازه شمېرو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۹۸۰ کسان په کرونا اخته شوي او ۲۷ نور مړه شوي دي، په دې سره د مثبتو پېښو شمېر له ۹۸۳ زرو زیات او د مړو شمېر ۲۲ زره ۵۸۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د کووید-۱۹ رسمي پورټل په وینا، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د مثبتو پېښو کچه ۴.۹ سلنې ته پورته شوې ده، چې له دې وړاندې د مې په ۳۰مه نېټه زیاته کچه ۴.۵ سلنه وه.

بل لوري ته د پاکستان حکومت او د کرونا پر وړاندې د مبارزې عملیاتي مرکز (NCOC) خبرداری ورکړی چې د کرونا پېښو زیاتوالي سره په هېواد کې د بندیزونو لګولو پلان لري.

روغتیا پوهانو او شنونکو هم د پاکستان حکومت څخه غوښتي تر څو په راتلونکو ورځو کې د هېواد په هغه ځایونو کې چې د کووید-۱۹ مثبتې پېښې زیاتې دي ګرځبندیز ولګوي.

دغه هېواد کې په ځانګړي ډول په سیند ایالت کې د کرونا هندي بڼې «ډیلټا» پېښې په چټکۍ خپریږي، چې ممکن د لوی اختر پرمهال د بندیزونو لګول لامل شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پراختیا او اصلاحاتو وزیر اسد عمر په جولای میاشت کې دغه هېواد د کرونا څلورمې څپې په رسېدلو سره د سختو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx