افغانستان

اسټراليا له افغانستانه د خپلو پوځيانو وروستۍ ډله ووېستله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اسټراليا دفاع وزارت نن ويلي، چې په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموريت پای ته رسوي او د خپلو پوځيانو وروستۍ ډله يې هم له افغانستانه ووېستله.

سره له دې، چې له ۲۰۱۳ کال وروسته اسټراليا په افغانستان کې ستر پوځي وجود نه لري، خو دغې جګړې د اسټراليا دننه او بهر  د دغه هېواد لپاره ستر سرخوږی پيدا کړی دی.

د اسټراليا دفاع وزير پيټر داټن ويلي، چې له افغانستانه د اسټراليايي پوځيانو د وتلو لړۍ له تېرو څو اونيو راهيسې روانه وه او نن يکشنبه بشپړه شوه.

د اسټراليا حکومت په اپرېل مياشت کې ويلي و، چې د راتلونکي سپټمبر تر يوولسمې نېټې به خپل ټول پوځيان له امريکايي ځواکونو سره يو ځای له افغانستانه وباسي.

پيټر داټن سکاي نيوز ټلويزون ته وويل، چې د دوی پاتې اتيا پوځيان په دې وروستيو اونيو کې له افغانستانه وتل پيل کړي وو او نن بشپړ شو.

د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال اسټراليا ۳۹ زره پوځيان رالېږلي وو، چې ۴۱ پوځيان يې دلته وژل شوي او ميلياردونو ډالر يې لګولي دي.

د اسټراليايي پوځيانو په ليکو کې هم د نورو ناټو او غربي پوځيانو په څېر د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، چې له امله يې ګڼو متقاعدو او برحاله پوځي افسرانو له حکومته غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ولېږدوي.

اسټراليايي پوځيان هم د نورو ناټو ځواکونو په څېر په ګڼو ځايونو کې يو شمېر بشر ضد جنګي جرمونه کړي دي.

د اسټراليا حکومت تېر کال ويلي و، چې په افغانستان کې د ملکيانو د وژنې په جرم يې ۱۳ پوځيان له دندو شړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x