افغانستان

اتمر: د افغانستان د جګړې لمن به سیمې او نړۍ ته هم وغځېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا وایي، نور له افغانستانه ورته ګواښ متوجې نه دی او خپل عسکر کورونو ته ستنوي؛ د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر‌ ادعاء کړې، چې که د افغانستان جګړه کابو نشي، نو لمن به یې سیمې او نړۍ ته وغځېږي.

اتمر له «فارن پالیسي» مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان جګړه به یوازې یوه کورنۍ جګړه پاتې نشي، بلکې «نړیوالو جرمي او ترهګرو‌ ډلو» ته به د فعالیت او د سیمې او نړۍ د امنیت ګواښلو زمینه برابره کړي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې «ترهګر» ښه او بد نه لري او هر هیواد باید له هغوی سره یو ډول چلند وکړي «دا چې په یوه ترهګره ډله تمرکز کېږي او تمه کېږي، چې نورې ډلې به زیان ونه رسوي؛ دا تېروتنه ده، هغوی به په تاسې پسې راشي، او زیان به درته ورسوي.»

اتمر ددې تر څنګ طالبان تورن کړي، چې له امریکا سره په کړې توافقنامه یې عمل نه دی کړی؛ خو دده په خبره، کابل حکومت بیا دې توافقنامې ته ژمن پاتې شوی.

د اتمر له قوله، طالبان د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره نه؛ بلکې د «اسلامي‌ امارت» د بیا راوستلو لپاره جګړه کوي.

د اتمر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ورسره جوخت طالبانو بې مخیني پوځي‌ پرمختګونه کړي او حکومت یې له سلګونو ولسوالیو شا ته کېدلو ته اړ کړی.

امریکا او ناټو د راتلونکې اګست میاشتې تر وروستۍ نېټې په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسوي او اعتراف لري، چې د افغانستان له لوري هیڅ ګواښ ورته متوجې نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
An everlasting peace to Afghanistan and to the world is coming, Inshallah.
غوربندي

ګوډ شیطانه

ستا شیطانی هیله دې له تا مردارخور سره یو ځای تر خاورو لاندې شي،،

الحاج استاذ بیانزی

د املحد خو د روسانو د اشغال بقایا ده چه امریکایانو ته وسپارل شوه غلامه اداره کی ټول په امریکا سربیره د نورو هیوادو پوری تړلی دی
د دوی ګته به بی خیرۍ کی ده دوی ته د افغانستان اشغال د دوی د بیلونر کیدلو او وزیر کیدلو وسیله جوړد شوه د شل کلو په اوږدو کی دوی همدغه شعادرنه زمزمه کوی

ملا جانان

تیمور لنګ/ګوډ شیطان داسي دی لکه تروم. د شا لخوا یو څوک پکښي پوه کړي بیا د ده د خولې ږغ راوځي. نړۍ ته د ده دا اخطار باید جدي وګڼل سي. د طالبانو د اسلامي تحریک د ځپلولپاره د هند او روسیې استخباراتي پلانونه کرار کرار رابرسیره کیږي. په کندهار هوایي ډګر کي هندي انجنران او پیلوټان په پر طالبانو او ولسونو بمبارونه کوي. په کابل او د کابل په شمال کي د مسعود د زوی بیرته راتګ او ملیشو سوق الجیشي دا واضح کوي چي ځني استخباراتي کړۍ غواړي چي د افغانستان جګړه استخباراتي وګرزوي. او استخباراتي جګړه… نور لوستل »

محمد نعیم

دا دی افغانانو او نړیوالو پر شاهدان سئ. په نړۍ کي که هر ځای د ۹/۱۱ په شان پیښه رامنځته سول او افغانانو، پښتنو یا طالبانو ته منصوبه سول نو پوه سئ چي د ګوډ کارګه کار دی. د ګوډ کارګه د دې اخطار وروسته باید په جرمني، فرانسه او انګلستان کي پولیس قوي انتظامات وکړي څو پر عامو ولسي وګړو باندي د چړو بریدونو مخه ونیول سي او دا ډول هري پیښي د مخکي له مخکي خنثاء کولو لپآره باید د ګوډکارګه مبایلي، ای میلي، فیس بوکي او ټویټري تماسات د جدي څار لاندي ونیول سي. نړیوالو ته د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x