
د انګلستان او ایټالیا لوبډلو ترمنځ نن شپه د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبه کیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اروپا فوټبال اتلولیو پایلوبه نن شپه د انګلستان او ایټالیا لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ویمبلي لوبغالي کې ترسره کیږي.
انګلستان لوبډلې چې په خپل تاریخ کې په لومړي وار د اروپا فوټبال اتلولیو پایلوبې ته لار موندلې، د ټورنمنټ د خوښې لوبډله ده او کولی شي یو ځل اتلولې لوبډلې ایټالیا ته ماتې ورکړي.
د یوه بل سره په مخامخ کېدو کې ایټالیا پر انګلستان وړاندې والی لري، د دواړو لوبډلو ترمنځ تر دې دمه ۲۷ سیالۍ شوي چې ۱۱ ایټالیا او ۸ انګلستان ګټلي، په داسې حال کې چې ۸ سیالۍ مساوي شوي دي.

لکه څرنګه چې پایلوبه د پلازمینې لندن په ویمبلي لوبغالي کې د انګلستان په کوربه توب ترسره کیږي، دوی به د خپلو مینوالو بشپړ ملاتړ سره پر سیال لوبډلې فشار راوړي، خو بل لوري ته ایټالیا هم په خپلې پیاوړتیا او د با صلاحیته لوبغاړو په درلودلو سره پایلوبې ته لار موندلې ده.

ایټالیا لوبډلې له دې وړاندې د اروپا فوټبال اتلولیو پایلوبې ته درې وارې لاره موندلې ده چې یو ځل یې دغه جام ګټلی او دوه ځل پاتې راغلې ده، په داسې حال کې چې انګلستان په لومړي ځل پایلوبې ته لار موندلې ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به پایلوبه نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د افغانستان پر وخت د انګلستان په زړه د لندن په ویمبلي لوبغالي کې د شاوخوا ۹۰ زره نندارچیانو په شتون ترسره شي.