
د حماس «ترهګر» نظامیان وژني او د اسراييلو «متمدن» چارواکي ښځې او ماشومان!
لیکوال: د منځني ختیځ لندن ميشتی کارپوه، استادعبدالباري عطوان
ژباړن: احمدالله احمدزی
د غزې په تراډه کې د فلسطيني شهيدانو له ښخولو وروسته مو د قسام د وياند ابو عبيده له خولې د اسراييلي عسکر د نيولو اعلان واورېد؛ نو موږ تاسې د ټولو مسلمانانو د خوښۍ لمانځنه وليدله، زه حيران شوم، چې زموږ اسلامي امت څومره د فتحې او برياوو وږی تږی دی!
دا بريا الله تعالی په داسې حال کې رانصيب کړه، چې زموږ اوسنی تاريخ په هر ډګر کې له ناکاميو او نهيليو ډک و.
د اسراييلي عسکر نيول به د ځينو «عاقلانو» له نظره کومه ستره لاسته راوړنه نه وي؛ ځکه چې دوی خو ټول شمېر په رياضي حساب و کتاب کوي او «ځمکنيو حقايقو» ته په کتلو دوی مسلمانان د دې جوګه نه بولي، چې اسراييلو غوندې زبرځواک سره ډغره ووهي، مګر ځپل شوي ملتونه بيا دې قضيو ته له خپل عاطفي، وطني او له ځانګړي ليدلوري ګوري.
بيا داسې يو وخت راځي، چې د اسراييلو لومړی وزير نتنياهو اعتراف کوي، چې د حماس جهادي ډلې د دوی يو عسکر نيولی او دېرش يې وژلي دي او پر ټنډه يې د ناکامۍ نښې نښانې څرګندې وي او په رسنيو کې هم داسې اوتر او بنګساره ښکاري، نو هغه خلک چې د مقاومت او جهاد پلوي دي، دغه مهال د خوښۍ احساس کوي او موږ هم الحمدلله له همدې ډلې يو.
د فلسطين جهادي ډلې اسراييلي عسکر وژني او ژوندي يې نيسي، بل پلو اسراييلي جنګي الوتکې فلسطيني ماشومان، ښځې او بوډاګان وژني او پر بې دفاع ولسي وګړو بمباري کوي او کورونه يې ور ورانوي.
دې سره ټولې نړۍ ته دا روښانه شوه، چې ديني جهادي ډله په ايماني اخلاقو سمبال ده، بل پلو هغه وحشي دښمنان دي، چې د انساني کرامت په نوم هيڅ شی نه پيژني. له جګړې، وراني، تباهۍ او ټول وژنې پرته بل څه نه پيژني.
اسراييل اوس په بنده کوڅه کې راګير دي او نتنياهو نه هم لاره خطا ده. له همدې امله د امريکا د بهرنيو چارو وزير د خپل ولسمشر باراک اوباما په غوښتنه کښته پورته منډې وهي او غواړي، چې د اسراييلو او فلسطينيانو جګړې ته د پای ټکی کيږدي. جان کيري د فلسطيني کوچنيانو له غمه نه دی مړ، بلکې د امريکا خر په خپله منځني ختيځ کې په خټو کې بند دی او که د اسراييلو او فلسطینيانو جګړه ژر تر ژره پای ته ونه رسي، د اسراييلو تر څنګ به د امريکا ستونزې نورې هم ډېرې شي.
امريکا او ټولو هغو عربي هېوادونو، چې د امريکا لاسپوڅي دي، اسراييلو ته يې يوه اوونۍ وخت ورکړ، چې د فلسطينيانو بيخ وباسي، ټولې وسلې او توغندي يې له منځه يوسي، د سر سړي يې و وژني او چې اسراييل ناکام شول، يوه اوونۍ يې وخت ورته زيات کړ او چې اوس د اسراييلو په ليکو کې مرګ ژوبله ډېره شوه، نو د اسراييلو او امريکا يو شمېر پلويان غواړي، چې اسراييلو ته د خټې پوزه کيږدي او د شرمندګۍ دا طوق يې له غاړې وباسي.
غزه داسراييلو هديره وه او وي به. غزې اسحاق رابين په خپله ځمکه تخته کړی، چې هغه مهال د اسراييلو ستر عقل ګڼل کيده او ۱۹۶۷ په جګړه کې د اسراييلي پوځ ارکان حرب و.
غزې د اسراييلو پخوانی لومړی وزير ايرييل شارون ذليل او ناکام وتلو ته مجبور کړاو بې قيد او شرطه له غزې ووت. غزې ايهود اولمرټ هم په شرمونو وشرماوه او اوس نو د نتنياهو وار دی، چې تر اوسه يې له دېرشو زيات عسکر وژل شوي او دا لا د پټي سر دی.
موږ او تاسې وليدل، چې د غزې، لبنان او نورې عربي او اسلامي نړۍ خلکو د اسراييلي عسکر په نيولو خپله خوښي لمانځله نو دا هغه ستره بريا ده، چې د حساب و کتاب رياضيکي بې حسه ماشينونه يې نشي درک کولای.
د فرانسې ولسمشر فرانسواهولاند چې په ټول ځواک يې د اسراييلو ملاتړ وکړ او حتی پلازمينه پاريس کې يې د اسراييلو پر ضد لاريونونو ته اجازه ورنکړه او د بيا ازادۍ ټولې ژمنې او قوانين يې تر پښو لاندې کړل، نن ده هم ويل، چې پر غزه روان تيری بايد پای ته ورسيږي.
دا له کومه د غزې د خلکو په وينو دومره مهربانه شو! د مينې او محبت هغه استازی برنارډ ليفي ولې غلی دی؟ لیفي د فلسطيني کوچنيانو شل او شوټ اندامونه نه ويني؟
دا څه لامل دی، چې د فلسطينيانو وينو غربي نړۍ ته دومره اهميت پيدا کړ. ليوه هم اوس لارو او کوڅو کې د خير او امن استازی شو. دې خلکو اوس ولې پر غزه د اسراييلو امريکايي الوتکو د بريدونو مخالفت پيل کړ؟
دا څه خبره ده، چې د ګردې نړۍ پلان يې سرچپه کړ.
اصل خبره دا ده، چې غربي نړۍ په اسراييلو خوابدوي او ټوله انديښنه يې دا ده، که حماس پر اسراييلو لاس بری شي او اسراييل وځپي، نو لويديځه نړۍ انديښمنه ده، چې د حماس پاک وايرس به د اسراييلو او منځني ختيځ په ګډون اروپا او امريکا ته هم سرايت وکړي. همدا د حماس مبارک مقاومت و، چې ګرده اسلامي نړۍ يې په يو ټغر راټوله کړه. اوس اوباما او فرانس هولاند نشي کولای، چې حماس ترهګر وبوولي او که پر ضد يې جګړه هم پيل کړي، هيڅکله به بريالي نشي؛ ځکه چې د حماس مقاومت اوجهاد يو شرعي مقاومت دی، بلکې د فرانسې له هغه مقاومته هم ډېر شرعي دی، چې د نازيانو پر ضد يې کړی او د امريکا له هغه مقاومته هم ډېر قانوني دی، چې د انګريزي ښکېلاک پر ضد يې کړی و.
د عربي نړۍ په اوسني تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې په پوره ځواکمن حرکت پر وړاندې ځو او په لومړي ځل د اسلامي امت د سر سړيو د منځلارو او ډولي خلکو خبرې په کلکه رد کړې؛ ځکه چې دوی تل د شهادت په تمه وي او له مرګه هيڅ ويره نه لري او هغه اوربند نه مني، چې د دوی شرطونه پکې نه منل کيږي.
دا هغه لوړ مورال دی، چې نتنياهو او د هغه امريکايي، بريتانوي او فرانسوي ايتلافيان يې نشي درک کولای. له همدې امله دوی تل په خپل ګومانونو کې خطا وي.
دا سمه ده، چې دې جګړه کې موږ ډېر زيان وليده. پنځه سوه پنځوس کسان مو شهيدان او شاوخوا څلور زره مو ټپيان شول. زرګونو کورونه مو ونړيدل او سلګونو فلسطينيان له خپلو کورونو بې ځایه شول، مګر هغه وېره، چې اوس پر اسراييلو منګولې لګولي، په تاريخ کې يې ساری نه لېدل کيږي. دوی په نوي او ماډرن وسلو سمبال خپل عسکر ويني، چې د غزې په تراډه کې د حماس د مجاهدينو په لاسو وژل کيږي. دا ټول هغه څه دي، چې موږ ته زموږ زيانونه کم راښيي او د دښمن وارخطايي زموږ غمونه را څخه هېروي.
او د هغې فلسطينۍ ښځې خبرې به مو اوريدلي وي، چې اووه زامن او مېړه يې د اسراييلو په بمبار کې شهيدان شول او په لوړ غږ يې ويل، چې دا اوس هم د حماس جهادي ډلې ملاتړ کوي او د عربي هېوادو له مشرانو د يوې انې خير تمه هم نه لري.
دا خبرې مې ټکی په ټکی د نوموړې ښځې رانقل کړې، چې د يو عربي تلويزون په پرده خپريدې.
موږ په جهادي مقاومت ويريږو. د هغو شهيدانو په قربانيو او سرښندونو ډاريږو، چې د اسراييلو په وړاندې يې ورکړې.
موږ د غزې په اړه د عربي او لويديځو هيوادونو په منځګړتوب ډاريږو؛ ځکه چې عربي هېوادونه تل د خپل بادار په خوښه خپل فعاليتونه کوي. له دې زيات نور څه نه شم ويلای.