ورزش

ایټالیا انګلستان ته په ماتې ورکولو د اروپا فوټبال اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ایټالیا فوټبال ملي لوبډلې انګلستان لوبډلې ته د اروپا فوټبال اتلولۍ په پایلوبه کې د پينالتي شاټونو له لارې په ۳-۲ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبه د انګلستان په پلازمینه لندن کې ترسره شوه، خو د یادې لوبډلې اوږد انتظار لا هم پاتې شو او ایټالیا ته یې له سختې او جالبې لوبې وروسته ماتې ومنله.

په پایلوبه کې د انګلستان مدافع لوبغاړي «لوک شاو» د لوبې په ۲مه دقیقه کې ګول وواهه او مخکې والی یې وموند، په دې سره لومړۍ نیمایي د ۱-صفر په توپیر پای ته ورسېده.

ایټالیا لوبډلې د دوهمې نیمایي له پېله پر انګلستان فشار راوړ چې په ۶۷مه دقیقه کې ددوی مدافع تجربه لرونکي لوبغاړي لیوناردو بونوچي ګول راوړ چې تر ۹۰ دقیقو لوبه ۱-۱ مساوي شوه.

په اضافي وخت کې که څه هم ایټالیا پر سیال لوبډلې یو شمېر حملې وکړې خو په ګول وهلو ونه توانېدله، په دې سره لوبه پينالتي شاټونو ته لاړه چې ایټالیا د ۳-۲ په توپیر بریا خپله کړه.

د ایټالیا ګول ساتونکی ګانلویګي دوناروما په غوره کارکردګۍ سره د ۲۰۲۰م کال اروپا فوټبال اتلولیو غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي په ځانګړي توګه پایلوبه کې د انګلستان لوبغاړو مخه ونېوله او په بریا کې يې مهم رول ولوباوه.

ایټالیا په خپل تاریخ کې د دوهم ځل لپاره د اروپا فوټبال جام اتلولي خپله کړه، بل لوري ته انګلستان چې په لومړي وار یې ددغې اتلولۍ پایلوبې ته لار موندلې وه په جام خپلولو کې بریالی نشوه.

https://twitter.com/MatchTV/status/1414345689224654849?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1414345689224654849%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Farabic.rt.com%2Fsport%2F1250753-D8A5D98AD8B7D8A7D984D98AD8A7-D8AAD8AAD988D8AC-D8A8D984D982D8A8-D8A8D8B7D984D8A9-D983D8A3D8B3-D8A3D985D985-D8A3D988D8B1D988D8A8D8A7-D984D983D8B1D8A9-D8A7D984D982D8AFD985-D98AD988D8B1D988-2020%2F

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx