افغانستان

کمانډو عسکرو د هرات ـ بادغیس پر لویه لار ۱۲ مسافر له نیولو وروسته وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي عسکرو د باغیس ـ هرات د لویې لارې ۱۲ تنه مسافر له نیولو وروسته په صحرايي محکمه کې وژلي دي.

دا پېښه وړمه ورځ د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې کمانډو عسکرو له هرات څخه قلعه نو ته روان موټر څخه ۱۲ تنه مسافر له موټر څخه راښکته کړل.

د سیمې خلک وايي، کمانډو عسکرو دغه ۱۲ تنه مسافر له سختو وهلو ټکولو وروسته په ډیر «ظلم» سره «شهیدان» کړي دي. د خلکو په خبره په دغو کسانو کې ځینې د ایران مسافر او یو شمېر د مدرسې کشران طالبان هم شامل وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر پر لویو لارو مسافر له موټرو څخه ښکته کوي او بیا یې په یوه او بله پلمه شکنجه کوي، پیسې ځینې اخلي او کله ناکله یې آن په صحرايي محکمه کې وژني.

درې اونۍ وړاندې د کندوز ولایت مرکز کې هم د ملي امنیت عسکرو یو شمېر هغه پښتانه مسافر چې له کابل څخه تازه کندوز ښار ته ورغلي وو، له ۳۰۳ مسافر وړونکي بس څخه ښکته کړل او د طالبانو په نوم یې بندیان کړل، چې له څېړنو وروسته بیا جوته شوه، دغه ټول عام وګړي وو.

د کندوز سره خواکې د بلخ ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې هم دوه اونۍ وړاندې ددې ولایت د پاڅونوالو قومندان او د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې ډلې مشر عطاءمحمد نور ملیشو ۷ تنه ترکمن توکمه بزګران په دې تور ونیول او په رسنیو کې یې انځورونه خپاره کړل چې ګواکې د طالبانو جنګیالي دي؛ خو له یوې اونۍ تحقیقاتو او وهلو ټکولو وروسته څرګنده شوه، چې هغه عام بزګران وو او بیرته خوشې شول.

د بلخ ولایت په شورتېپه ولسوالۍ کې د عطانور ملیشو ملکي خلک د طالبانو په نوم نیولي وو
د بلخ ولایت په شورتېپه ولسوالۍ کې د عطانور ملیشو ملکي خلک د طالبانو په نوم نیولي وو
د بلخ ولایت په شورتيپې ولسوالۍ کې هغه ملکیان بیرته خوشې شول چې د عطانور د ملیشو لخوا د طالبانو په نوم نیول شوي وو
د بلخ ولایت په شورتيپې ولسوالۍ کې هغه ملکیان بیرته خوشې شول چې د عطانور د ملیشو لخوا د طالبانو په نوم نیول شوي وو

شنونکي وايي، د دولتي عسکرو لخوا په لویو لارو کې د مسافرو او موټر چلوونکو ځورول، له هغوی څخه پیسې اخیستل او یاهم په صحرايي توګه د مسافرو وژل هغه عوامل دي چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن لا زیاتوي او همدا لامل دی چې د هېواد په زیاترو سیمو کې ولسونه د دولتي عسکرو څخه کرکه او د طالبانو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

وایي چي د سپي اعصاب سم وي، د کور او کلي ساتونکی دی خو کله چي لیونی سي بیا نو باید وتړل سي او کچوله ورکړل سي چي مړ سي. د کابل ادارې او ځواکونو یې خپل اعصاب د لاسه ورکړي دي. طالبان دي دافکر نه کوي چي په شمال کي د مزدور عسکرو سره ښه سلوک به د پښتنو او طالبانو سره د دوئ نفرت راکم کړي. ویل کیږي چي د جنرال مالک د غدر او طالبانو د ستر قتل عام څخه درې ورځي وړاندي د جنرال مالک او طالبانو تر منځ د فټبال دوستانه لوبه وسول. ځایي پښتنو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx